د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شوری د اسرائیل او فلسطین پر شخړه غونډه کوي


د بیت المقدس په زاړه ښار کې د الیکترونیکی وسایلو د نصبولو نه وروسته د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ تشنج زیات شویدی. د جولای ٢٣ مه ٢٠١٧ کال..
د بیت المقدس په زاړه ښار کې د الیکترونیکی وسایلو د نصبولو نه وروسته د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ تشنج زیات شویدی. د جولای ٢٣ مه ٢٠١٧ کال..

اسرائیلو په مقدسو جنجالي سیمو کې امنیتي کمری لگولې دي. له همدې امله ددواړو خواو ترمنځ تشنج لوړې کچی ته رسیدلی.

د ملگرو ملتونو دا منیت شوری ددوشنبی په ورځ ددې لپاره یوه بیړنۍ غونډه راغوښتې ده چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د تشدد پر تازه لړۍ باندې بحث وکړي. دا جگړې ددواړو دښمنو ډلو ترمنځ په تېرو څوکلونو ترټولو خونړۍ بلل شوې دي.

د تشدد په لړکې درې تنه فلسطینان په بیت المقدس کې پرسړکونو دمظاهرو په ترڅ کې ووژل شول او درې اسرائیلیان د جمعی په ورځ په خپل کورکې د چړې په وهلو ووژل شول.

د اسرائیل حکومت تردې پېښې وروسته خپل پوځ تیارسۍ کړی دی او لویدیځې غاړې ته ېې نور پوځ هم لېږلی دی. پوځ نن د یکشنبی په ورځ وویل چی په لویدیځه غاړه کې ېې د یوې اسرائیلي کورنی د وژل کیدلو نه وروسته د توقیفولو عملیات پیل کړي دي. په دې ترڅ کې ېې په لویدیځه غاړه کې ٢٩ تنه فلسطینیان د حماس دنهو غړيو په شمول بندیان کړي دی.

داسرائیل صدراعظم نن د یکشنبې په ورځ د کابینی په غونډه کې در وان تشدد په اړهوویل چې دی له امنیتی مقاماتو سره د حالاتو په ا رزونه بوخت دی. او په تازه حالاتو او سپارښتنو ځان خبر ساتی.

داسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
داسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

داسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل:امنیتی قواوې د حآلاتو لهتقاضا سره سم عملیات کوي. دکرکې وړ ترهگر کوربه ډیر ژر وژان شي. موږ ددې اعمالو د پاروونکیو خلاف هم چې خلک مرگ ته هڅوي او تجلیلوي ېې اقدامات کوو.

په همدې لړ کې، د اسرائیل د پولیسو، پوځ او فلسطینی مظاهره چیانو ترمنځ د بیت المقدس په زاړه ښار کې ترهغه وروسته نښتې وشوې چې یوشمېر فلسطینیانو له الاقصی جومات نه بهر داعتراض په توگه د ماښام لمونځ وکړ. هغوی دیته پرېنښودل شول چې جوماته ددنه ولاړشی.

داسرائیلیو نظامی مشر چی د فلسطینی ملکیانو د ملکی چارو څارنه کوی وویل اسرائیل په دې اړه د بحث اوخبرو لپاره چمتودی چی د نویو امنیتي اقداماتو لپاره متبادلی لارې ولټول شی. نوي امنیتي اقدامات هغه وخت ټینگ شول چې د اسرائیل دوه پولیسان په مقدس مقام کې ووژل شول.

په بیت المقدس کې اسلامي ادارو د یوې وینا په ترڅ کې نن د یکشنبی په ورځ د برېښنايی دروازو نصبول او داشغال نور اقدامات په ټینگه ردل کړل.

پر مړیو سر بیره په سوونو فلسطینیان په هغو مظآهرو کی زخمي شول چی د تالاشیو او الکترونیکي دروازو پر ضد کېدلی. اسرائیلو د بېت المقدس، سپېڅلو مقاماتو لکه دالاقصی جومات ته د ننوتلو په لارو کې د تالاشیونه کار اخیست.

د بیت المقدس یوه اوسیدونکی حیات ابو لېبده وايي: دغه راز تالاشۍ زموږ پردین ناوړه اغېزه لری. پکارده چی هغه لېرې کړی شی ځکه دا مقدس مقام دی. موږ هلته د خدای د عبادت لپاره ځو. پکارده هلته دروازې نه وی چې موږ ایسار کړي.

د شنبی په ورځ د الاقصی د جومات په مخکې تر مظاهرې وروسته له پولیسو سره نښتې وشولی او د مظاهره چیانو دخورولو لپاره له اوښکې بهوونکي گاز او د اوبوله توپونو نه کار واخیستل شو. د شنبی د ورځې په مظاهرو اونښتو کې څوک زخمی شوی ندی خو یوفلسطینی د شنبی د ورځی په اوږدو کې په غیر یقینی حالاتو کې وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG