د لاس رسي وړ اتصالات

په اسرائیل کې پارلماني ټاکنې؛ د پایلو وړاندوینې ښيي هیڅ لوري څرګند بری نه دی ترلاسه کړی

ددې ټاکنو پایلې به معلومه کړي چې بنیامین نتنیاهو د صدراعظم په توګه پاتې کیدی شي او که نه.
ددې ټاکنو پایلې به معلومه کړي چې بنیامین نتنیاهو د صدراعظم په توګه پاتې کیدی شي او که نه.

په اسرائیل کې د سې شنبې (اکتوبر ۲۷) له پارلماني ټاکنو وروسته د محلي رسنیو نظرپوښتنې ښيي چې نه صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نه هم د هغه اصلي سیال، پخوانی پوځي قومندان ګادي ایزنکوټ د راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره څرګند اکثریت لري.

په اسرائیل کې د سې شنبې (اکتوبر ۲۷) له پارلماني ټاکنو وروسته د محلي رسنیو نظرپوښتنې ښيي چې نه صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نه هم د هغه اصلي سیال، پخوانی پوځي قومندان ګادي ایزنکوټ د راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره څرګند اکثریت لري.

د رایې ورکولو مرکزونه په ځايي وخت د شپې په ۱۰ بجو وتړل شول. د اسرائیل د ټاکنو مرکزي کمېټې د معلوماتو له مخې، تر هماغه وخته د رایه ورکوونکو ګډون ۷۷.۷۳ سلنې ته رسېدلی و، چې لږ تر لږه له ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده. د ۲۰۲۲ کال په ټاکنو کې دا کچه یوازې ۷۰.۶ سلنه وه.

تمه کېږي چې د سه شنبې په ټاکنو کې وروستۍ کچه تر دې هم لوړه شي، ځکه په دې کې به هغه کسان هم شامل شي چې د شپې تر ۱۰ بجو د رایې ورکولو په کتارونو کې ولاړ وو خو لا یې خپلې رایې نه وې اچولې.

د رایې ورکولو له پای ته رسېدو یو ساعت وروسته لا هم کومې رسمي پایلې نه وې اعلان شوې. اسرائیلي رسنۍ عموماً د رایو د اصلي شمېرنې پر بنسټ د ګوندونو د څوکیو اټکلونه تازه کوي، او تمه کېږي چې د رایو شمېرنه د جمعې تر ورځې بشپړه شي.

ددغو پارلماني ټاکنو په نتیجه کې به معلومه شوي چې ایا صدراعظم بنیامین نتنیاهو، چې د اسرائیل د دښمنانو پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي، په واک کې پاتې کیږي او که صدارت به ګادي ایزنکوټ ته وسپارل شي.

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د رایې ورکولو بهیر له کومې سترې امنیتي پېښې پرته ترسره شو.

نتنیاهو، چې د سه شنبې په سهار یې په بیت المقدس کې په یو ښوونځي کې خپله رایه واچوله، دا ټاکنې «سرنوشت ټاکونکې» وبللې. هغه وویل: «موږ پوهېږو چې څه په خطر کې دي، او دا چې زه اجازه نه لرم هر څه په څرګنده ووایم، نو یوازې دومره وایم: سمه رایه ورکړئ.»

د اسرائیل مشر خپل انتخاباتي کمپاین د دوو انتخابونو ترمنځ سیالي وبلله: یا د ده ښي اړخی ملتپاله ایتلاف چې محافظه کار لیکود ګوند یې مشري کوي، او یا هم د اپوزیسیون ایتلاف چې د هغه په وینا ښايي دومره پیاوړی نه وي چې ایران د اټومي وسلو له پراختیا را وګرځوي او د فلسطیني دولت د جوړېدو مخه ونیسي چې د اسرائیل امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي.

هغه همدارنګه ژمنه وکړه چې که بیا وټاکل شي، په راتلونکو دوو کلونو کې به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره «ماموریت بشپړ» کړي.

د نتنیاهو سیاسي مخالف

ګادي ایزنکوټ، چې د منځلارې اپوزیسیون «یشار» ګوند مشري کوي، د ټاکنو ورځ غزې ته نږدې د اسرائیلي مېشت ځایونو په لیدنه پیل کړه. دا سیمه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس په هغه برید کې سخته زیانمنه شوې وه چې له کبله یې جګړه پيل شوه. په دې جګړه کې د ایزنکوټ زوی هم د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې وژل شوی و.

ایزنکوټ یو ځل بیا د نتنیاهو پر حکومت تور ولګاوه چې د خپلو هغو امنیتي نیمګړتیاوو مسؤلیت نه مني چې حماس ته یې د ناڅاپي برید زمینه برابره کړه. هغه وویل: «له هغې فاجعې درې کاله وروسته هم دوی له مسؤلیته تېښته کوي. زه ژمن یم چې دا سیمې بېرته یې ورغوم او اسرائیل د رغېدو او بدلون د یو نوي مسیر پر لور رهبري کړم.»

ګادي ایزنکوټ، چې د منځلارې اپوزیسیون «یشار» ګوند مشري کوي، د صدراعظم بنیامین نتنیاهو اصلي سیال ګڼل کیږي.
ګادي ایزنکوټ، چې د منځلارې اپوزیسیون «یشار» ګوند مشري کوي، د صدراعظم بنیامین نتنیاهو اصلي سیال ګڼل کیږي.

ایزنکوټ ژمنه وکړه که د هغه ګوند د راتلونکي اکثریت ایتلاف مشري ترلاسه کړي، نو د اکتوبر د اوومې د امنیتي ناکامیو په اړه به د دولت د څېړنې یو رسمي کمېسیون جوړ کړي.

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ، چې د پارلمان یا کنېسټ په ودانۍ کې یې د مرکزي ټاکنو د کمېټې دفتر ته ورغلی و، وویل چې د سې شنبې په ټاکنو کې ۷.۳ میلیونه اسرائیلیان د رایې ورکولو مستحق وو.

هغه وویل: «هیله لرو چې نن شپه او په راتلونکو څو ورځو کې د ټاکنو پایلې ووینو. وروسته به ټولې پایلې په رسمي ډول اعلان شي او ټاکل شوي ګوندونه به د انتخاباتي او سیاسي بهیر د راتلونکې مرحلې لپاره ما ته مراجعه وکړي.»

د قانون له مخې، د رسمي پایلو تر اعلان وروسته به ولسمشر هرزوګ په یوه اوونۍ کې له ګوندونو سره سلا مشورې بشپړې کړي او د یو ګوند مشر ته به د اکثریت ایتلاف د جوړولو دنده وسپاري.

دغه مشر به تر شپږو اوونیو پورې وخت ولري چې حکومت جوړ کړي. که بریالی نه شي، ولسمشر کولای شي دا دنده بل ګوندي مشر ته وسپاري چې تر څلورو اوونیو پورې وخت ولري.

که دویم مشر هم پاتې راشي، نو کنېسټ به درې اوونۍ وخت ولري چې د اکثریت رایو له لارې بل نوماند وټاکي. که هغه هم په دوو اوونیو کې حکومت جوړ نه کړای شي، نو نوې ټاکنې به اعلان شي. په دې صورت کې به نتنیاهو د سرپرست حکومت د مشر په توګه تر دوهم ځلي ټاکنو پورې په واک کې پاتې شي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG