د لاس رسي وړ اتصالات

په قضایه قوې کې په اصلاحاتو د انتقاد له کبله نتنیاهو د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ


د اسرائیل د دفاع وزیر یوه ورځ وروسته تر هغه له دندې ګوښه شو چې په قضایه قوې کې د اصلاحاتو ځنډیدل یې غوښتي و.
د اسرائیل د دفاع وزیر یوه ورځ وروسته تر هغه له دندې ګوښه شو چې په قضایه قوې کې د اصلاحاتو ځنډیدل یې غوښتي و.

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نتنیاهو یکشنبه مارچ ۲۶ (کب ۶) د هیواد د دفاع وزیر یواو ګالانت وروسته تر هغه له دندې لیرې کړ چې یوه ورځ وړاندې یې د امنیتي اندیښنو له کبله په قضایه قوې کې د جنجالي اصلاحاتو ځنډولو غوښتنه کړې وه.

د دفاع وزیر چې د نتنیاهو ملاتړی دی د طل ابیب په ښار کې د شاوخوا ۲۰۰ زرو مظاهره چیانو راوتلو څخه وروسته وویل چې په قضایه قوې کې د اصلاحاتو بهیر دې د یوې میاشتې لپاره وځنډول شي.

په قضایه قوې کې د اصلاحاتو هدف دا دی چې ډیر واک سیاستوالو ته ورکړل شي او د سترې محکمې نقش کم کړل شي خو د متحده ایالاتو په ګډون د اسرائیل یو شمیر متحدینو پدې اصلاحاتو انتقاد کړی او دننه په اسرائیل کې هم تقریباً هره ورځ یې پر ضد مظاهرې کیږي.


د اسرائیل د دفاع وزیر ګالانت چې د نتن یاهو د لیکود ګوند غړی هم دی ویلي و چې په قضایه قوې کې د اصلاحاتو پر سر ټولنیز جنجال د هیواد پوځ او امنیتي ادارو ته هم رسیدلی.

د دفاع وزیر ویلي "ښکاره خبر ده چې دا اصلاحات د اسرائیل امنیت ته سمدستي او ریښتینی ګواښ دی".
ښاغلي لاګانت ویلي، " زه د لیکود ارزښتونو ته متعهد یم او د اسرائیل دولت تر بل هر څه راته مهم دی خو په ملي کچه ستر بدلونونه باید د خبرو اترو او سنجش له لارې راشي".

د دفاع وزیر په هیواد کې د مظاهرو بندیدو غوښتنه هم کړې.


د همدې څرګندونو څخه یوه ورځ وروسته د صدراعظم بنجامین نتن یاهو دفتر لخوا په خپرې شوې لنډې اعلامیې کې د دفاع د وزیر یواو ګالانت له دندې د ګوښه کیدو خبر ورکړل شو.

په اعلامیې کې د ښاغلي ګالانت د ګوښه کیدو علت ندی څرګند شوی خو پخپله د دفاع وزیر دې پریکړې ته په غبرګون کې په ټویټر کې لیکلي چې د اسرائیل دولت امنیت به یې تل د ژوند ماموریت وي.

ټاکل شوې چې د اسرائیل په پارلمان کې په همدې روانې اوونۍ کې په قضایه قوې کې د اصلاحاتو د پلان په مهمې برخې چې د قاضیانو د ټاکل کیدو په هکله ده، رای ګیري وشي.

د لیکود ګوند دوه نورو غړیو هم د دفاع د وزیر سره خپل ملاتړ څرګند کړی او اوس دا پوښتنه پیدا شوې چې آیا حکومت به په پارلمان کې د دې اصلاحاتو د منل کیدو لپاره اکثریت ولري که نه.

په عین حال کې د نیتن یاهو سیاسي مخالف او پخواني صدراعظم یایر لاپید د دفاع وزیر ګوښه کیدو ته په غبرګون کې لیکلي چې "صدراعظم ښایي ګالانت برطرف کړي خو هغه نشي کولی حقیقت برطرف کړي او د اسرائیل ولس نشي برطرف کولی چې د ائتلاف د لیونتوب پر ضد ولاړ دي".

ښاغلي لاپید همدرانګه ویلي چې د اسرائیل صدراعظم د اسرائیل د دولت امنیت ته خطر دی.


وروسته تر هغه چې صدراعظم بنجامین نتن یاهو د دفاع وزیر له دندې لیرې کړی د امریکا د نیویارک په ایالت کې د اسرائیل لوی قونسل هم د یکشنبې په ورځ دخپلې دندې څخه استعفاه ورکړه او د دندې پریښودو علت یې د دفاع وزیر برطرفه کیدل ښودلي.

لوی قونسل آصاف ضمیر د نتن یاهو پریکړه خطرناکه بللې او ویلي یې دي چې د دې پریکړې څخه وروسته د اسرائیل د حکومت استازیتوب نشي کولی.

XS
SM
MD
LG