د لاس رسي وړ اتصالات

کامرون: اسرائیل له ایران څخه د غچ اخیستلو پرېکړه کړې


د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون اسرائیل ته په سفر تللی.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون اسرائیل ته په سفر تللی.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (وري ۲۹) بیت المقدس ته د سفر په ترڅ کې وویل چې اسرائیل په ښکاره له ایران څخه ددې اونۍ د برید د غچ اخیستلو پرېکړه کړې ده.

پر اسرائیل باندې د ایران د شنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له برید وروسته، نړیوال قدرتونه په منځني ختیځ کې د پراخې شخړې د مخنیوي هڅه کوي او له اسرائیل څخه یې د زغم غوښتنه کړې ده.

کامرون بیت المقدس ته د سفر په پیل کې خبریالانو ته وویل: "دا روښانه ده چې اسرائیل د اقدام کولو پریکړه کوي. موږ هیله لرو چې دوی دا کار په داسې طریقه وکړي چې د امکان تر حده محدود تاوتریخوالی پېښ شي."

ایران دا بریدونه د اپریل په لومړۍ نیټه د سوریې پایتخت دمشق کې پر خپلې قونسلګرۍ باندې د برید په ځواب کې وکړ چې د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اووه غړي پکې ووژل شول او په پراخه توګه اسرائیل ته منسوب شو.

په عین وخت کې، د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ د چهارشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د کامرون او د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بیرباک سره په خبرو کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ایران پر ضد له "قاطعیت" څخه کار واخلي.

هرزوګ د خپل دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: "ټوله نړۍ باید د ایراني رژیم د ګواښ پر وړاندې، چې د ټولې سیمې د ثبات د خرابولو په لټه کې دی، له قاطعیت څخه کار واخلي."

پر اسرائیل باندې د ایران د شنبې د ورځې برید وروسته، کامرون او بیرباک، لومړني لویدیځ ډپلوماتان دي چې اسرائیل ته سفر کوي.

د کامرون دا سفر وروسته له هغه کیږي چې د بریتانیې صدراعظم ریشي سوناک له خپل اسرائیلي سیال بنیامین نتنیاهو څخه وغوښتل چې د ایران له برید وروسته له زغم څخه کار واخلي.

د سه شنبې په ماسپښین په یو تیلیفوني تماس کې، سوناک ټینګار وکړ چې "په تاوتریخوالي کې د پام وړ زیاتوالی د هیچا په ګټه نه دی او یوازې په منځني ختیځ کې به ناامني لا پسې زیاته کړي."

بیرباک له اروپایي اتحادیې وغوښتل چې د ایران له برید وروسته، د تهران د بې پیلوټه الوتکو پر ټکنالوژۍ باندې نوي بندیزونه ولګوي.

د سه شنبې په ورځ، بیرباک ویلي وو چې اسرائیل ته یې د سفر موخه "له خپلو اسرائیلي ملګرو سره د جرمني د بشپړ پیوستون ښودل دي."

اسرائیل په ۳۲ هیوادونو غږ کړی چې د سپاه پاسداران انقلاب او د هغوی د توغندیو پر پروګرام بندیزونه ولګوي.

سرائیلي چارواکو له ایران څخه د غچ اخیستو ژمنه کړې ده. خو ایران پر اسرائیل د شنبې د ورځې برید د سوریې په پایتخت دمشق کې پر خپلې کونسلګرۍ باندې د برید غبرګون بللی دی.

په دغه برید کې چې په پراخه توګه اسرائیل ته منسوب شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه پاسداران اوه غړي ووژل شول.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ مشرانو له اسرائیل څخه د زغم غوښتنه کړې، خو اسرائیلي پوځي مشرانو هوډ څرګند کړی چې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته به ځواب وایي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG