د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې په زرګونو روسي یهودان اسرائیل ته کوچېدلي


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

اسرائیل ته د یهودانو د راستنولو د قانون له مخې هغه کسان چې نیکه یا انا یې یهود وي، کولای شي اسرائیلو ته کډه وکړي او ددغه هیواد تابعیت ترلاسه کړي. د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د اوکراین په خلاف جګړه کې د پوځي خدمت دپاره د ۳۰۰ زرو کسانو د جلبولو د پرېکړې له امله په زرګونو روسان اسرائیلو ته کډه شوي دي. په لسګونو زره نور په دې تکل کې دي.

د روسیې یهودان ایلای اګاریشف او اولګا شپیکترووه له خپلو دوو لوڼو سره له تیرو شپږو کلونو راهیسې اسرائیل ته په کوچېدو فکر کاوه، تر دې چې په ماسکو کې یې د عبراني ژبې زدکړه هم پیل کړې وه. پر اوکراین د روسیې یرغل هغوی دې نتیجې ته ورسول چې همدا یې د تللو وخت دی.

اګاریشف وايي، د جګړې سخت مخالف دی او له دې امله اندېښمن وو چې ډیر شمېر ملګري یې په روسیه کې عسکرۍ ته جلب شول او ځینې یې په جګړه کې مړه شول.

د کډوالو په چارو کې د اسرائیلو اداره وايي، پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې نږدې ۳۰ زره روسان اسرائیلو ته کډه شوي دي او عسکرۍ ته د ۳۰۰ زرو کسانو د جلبولو په اړه د پوتین فرمان د غوښتنلیکونو شمېر نور هم زیات کړی دی.

د بیت القدس په عبراني پوهنتون کې د شوروي او ختیځې اروپا د چارو استاد جانتن ډیکلچن وویل: "زه فکر کوم چې د کډوالۍ دا کوچنۍ څپه د پوتین او د هغه د حکومت لخوا پوځي خدمت ته د جلب او جذب د پیل نتیجه ده. ځینې یې کیدای شي جبري استخدام، او یا د احتیاط عسکرو جلبول وبولي."

اسرائیلي سیاستوال نېتان شرنسکي چې د شوروي اتحاد په کلونو کې اسرائیلو ته د کډې کولو د هڅې په جرم د شوروي په زندان کې نهه کاله تېر کړي، وايي چې اسرائیلو ته په لوی شمېر د یهودي ریښې لرونکو روسانو کډه کېدل د روسیې پر ټولنه باندې د پوتین د استبدادي محدودیتونو د وضعه کولو نتیجه ده.

ښاغلي شرنسکي وویل: "دا بهیر له هغه وخته پیل شوی چې پوتین د بیان او سازمانونو پر ازادۍ، په بهر کې له نورو خلکو سره پر اړیکو او ښايي تر ټولو مهم دا چې پر بحث او د مختلفونو نظرونو پر څرګندولو ځینې محدودیتونه ولګول. دا وضعیت په ځانګړي ډول د نظر د خاوندانو دپاره ډېر وېروونکی دی."

ډیر روسان د روسیې په ملي آرشیف کې د خپل نسب په اړه پلټنې کوي ترڅو اسرائیلو ته د کډوالۍ د شرایطو د پوره کولو دپاره ومومي که نیکونه یې یهودان تېر شوي وي. شرنسکي وايي، نږدې ۶۰۰ زره روسان یهودي ریښې لري.

XS
SM
MD
LG