د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ د یکشنبې په ورځ [نومبر ۸مه] په رسمي توګه د دغه هېواد پخواني لوی درستیز ګاډي ایزنکوت ته د راتلونکي حکومت د جوړولو دنده وسپارله.
په بیت المقدس کې له ایزنکوت سره په یوې ګډې خبري غونډې کې هرتزوګ وویل چې ایزنکوت د اسرائیلي قانون جوړونکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د اسرائیل ولسمشر هیله څرګنده کړه چې د هېواد راتلونکې حکومت به وکولای شي "د وګړو په ټولو طبقو کې یووالي، د تړاو احساس او پخلاینې" ته وده ورکړي.
د نوي حکومت د جوړولو ماموریت تر رسمي منلو وروسته، ایزنکوټ سمدستي د یوه ټولشموله بېړني ملي حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.
ایزنکوت زیاته کړه: "اسرائیل د [حکومت جوړولو] پروسې د اوږدولو یا بې پایه ټاکنیزو پړاوونو ته د بېرته ستنېدو امتیاز نه لري."
په اسرائیل کې اوسني سیاسي وضعیت ته اشارې ایزنکوت خبرداری ورکړ چې خلک به د شخصي ګټو لپاره خنډ جوړول ونه زغمي.
د حکومت جوړولو لپاره د ایزنکوت په وړاندې احتمالي انتخابونو کې د نسبي اکثریت سره د حکومت جوړول یا له هغو سیاسي سیالانو سره همکاري کول شامل دي چې تر دې وړاندې یې د هغوي تګلارې رد کړې وې. دا تمه هم کېږي چې ښايي ایزنکوت د حکومت تر جوړولو پورې د نورو ګوندونو سره اوږدې او سختې خبرې اترې وکړي.
هغه اوس ۲۸ ورځې وخت لري چې د نوي حکومت د جوړولو هڅه وکړي. دا موده کیدای شي د نورو ۱۴ ورځو لپاره وغځول شي. که ایزنکوت په دې موده کې د حکومت په جوړولو کې پاتې راشي نو د اسرائیل ولسمشر به احتمالاً دا دنده بنیامین نتنیاهو ته وسپاري.
تېره میاشت د اسرائیل په پارلماني ټاکنو کې نه د نتنیاهو په مشرۍ ائتلاف او نه هم د ایزنکوت په مشرۍ ټاکنیز جوړښت وتوانېدل چې په پارلمان کې مطلق اکثریت ترلاسه کړي. په دې ټاکنو کې د اسرائیل عرب ګوندونو بې ساري بریا ترلاسه کړه چې د نتنیاهو او د هغه د متحدینو سختې نیوکې یې راپارولي دي.
فورم \ دبحث خونه