د لاس رسي وړ اتصالات

د دوبۍ او تل ابیب ترمنځ د پرواز یو پیلوټ بل په چاقو وهلی؛ اسرائیل: د لوی ناورین مخنیوی وشو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۳۰مه) وویل چې د متحده عربي اماراتو له دوبۍ څخه د اسرائیل پلازمېنې تل ابیب ته په روانه الوتکه کې یو پیلوټ په ظاهره د الوتکې د نسکورولو په موخه بل پیلوټ په چاقو وهلی دی.

دغه پېښه د چهارشنبې په سهار رامنځته شوه. د الوتنو د څار معلومات ښيي چې د «فلای دوبۍ» الوتکې په چټکۍ سره خپله ارتفاع له شاوخوا ۱۰ زره مترو څخه ۵ زره مترو ته راټیټه کړه او څو ځله یې د خطر او مرستې غوښتلو سیګنالونه واستول.

دغې الوتکې په خوندي ډول د سعودي عربستان د تبوک ښار په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې ده. د هوايي ډګر ادارې په یوې اعلامیې کې ولیکل چې د الوتکې کپټان او مرستیال پیلوټ ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

نتنیاهو وویل چې یو شمېر مسافرو او د عملې غړو د الوتکې د کابین دروازه ماته کړه او هغه شکمن کس یې کابو کړ چې ویل کېږي د الوتکې د تجهیزاتو د خرابولو هڅه یې هم کوله.

هغه وویل: «زه دغو اتلانو ته درناوی کوم چې بې سارې زړورتیا او هوښیارتیا یې وښوده. هغوی د ګڼ شمېر خلکو ژوند وژغوره او د یو ستر ناورین مخه یې ونیوله.»

نتنیاهو زیاته کړه چې شکمن بریدګر نیول شوی او د سعودي عربستان د چارواکو له خوا تر تحقیقاتو لاندې دی.

په اسرائیل کې د متحدو ایالتونو سفیر مایک هکبي وویل چې دې پېښې د سیمې چارواکي هیښ کړي دي.

هکبي په ایکس کې په خپور کړي پیغام کې لیکلي: «لا هم بشپړ جزئیات نه دي روښانه، خو داسې ښکاري چې په الوتکه کې سپرو اسرائیلیانو له عملې سره یوځای هغه مرستیال پیلوټ قابو کړی چې هڅه یې کوله د الوتکې کنټرول په لاس کې واخلي. دا یوه ډېره وېروونکې پېښه کېدای شوه، خو ټول خوندي پاتې شول.»

د متحدو ایالتونو لوی څارنوال ټاډ بلانچ د چهارشنبې په ورځ وویل چې ددې پېښې په اړه واشنګټن د اسرائیل په شمول، له خپلو بهرنیو ملګرو سره "ډېره نږدې" همغږي لري.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG