اسرائیل: په غزه کې مو د حماس درېیم لوړپوړی غړی وژلی

اسرائیل وايي چې د هغوی ځواکونو په غزه کې په یوه برید کې د حماس یو لوړپوړی ترهګر وژلی او دا په دې اونۍ کې د فلسطین په خاوره کې د دغې ډلې درېیم مشهور غړی دی چې د اسرائیل له خوا وژل کېږي.

اسرائیلي ځواکونو په وروستیو اونیو کې په غزه کې د حماس پر غړو خپل بریدونه زیات کړي دي. د حماس ترهګره ډله د ۲۰۲۵ کال د اوربند د هغو شرایطو له مخې د وسلې پرېښودو نه انکار کوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ملاتړ نه د برخمن پلان له مخې یې له اسرائیل سره په خپلې جګړې کې منلي وو.

په هغه اوربند کې د حماس د بې وسلې کېدو او له غزې څخه د اسرائیلي پوځیانو د تدریجي وتلو غوښتنه شوې وه او لیکل شوي وو چې دا به د سیمې د بې وسلې کولو په لور د پرمختګ پر بنسټ ترسره کېږي. د اسرائیل دفاعي ځواکونو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل په سویل کې د حماس له ترهګریز برید وروسته، د غزې دوه پر درېیمه برخه خاوره اشغال کړې ده.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسراییل کاتز د پنجشنبې په ورځ [نومبر ۲۵مه] په یوې ګډې اعلامیې کې وویل چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو د یوه برید په ترڅ کې خالد ابو ندا له منځه وړی چې د دوی په وینا په غزه کې د حماس د ترهګر رژیم د اقتصاد او پوهنې مسؤل و. غربي رسنیو د سرچینو په حواله د ابو ندا وژل کېدل تائید کړي.

اسرائیلي چارواکو مخکې ویلي وو چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د غزې په شمال کې د حماس د داخلي امنیت ادارې مشر محمد ابو العوف او یوه ورځ مخکې یې قوماندان نعم ابو نحل وژلي دي.

نتنیاهو او کاتز وویل: "په تېره میاشت کې د حماس شاوخوا ۸۰ ترهګر له منځه وړل شوي او زموږ ځواکونه به په دې سازمان کې د هر ترهګر د مخنیوي او حساب کتاب کار ته دوام ورکړي." دغو دواړو چارواکو زیاته کړه "هېڅ ترهګر خوندي نه دی او د حماس په مشرتابه کې به هېڅوک له موږ څخه په تېښته بریالی نه شي."

کاتز په اېکس پاڼې کې د یوې جلا اعلامیې په خپرولو سره ولیکل چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه د غزې ۷۰ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې راوستې او پر پاتې ۳۰ سلنه باندې د حماس واک یو "خیال" دی.

هغه وویل، "یا به [حماس] په خپله وسله وسپاري او غزه به د ولسمشر ټرمپ د پلان سره سم بې وسلې شي" او یا به د اسرائیل دفاعي ځواکونه دوی د نویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې بې وسلې کړي چې د هغه په وینا به پکې یو میلیون نور فلسطینیان د سویل په لور بېځایه شي څو د غزې په شمال کې پراخ ترهګریز جوړښت له منځه یوړل شي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د حماس د درېو لوړپوړو غړو د وژل کېدو په اړه د اسرائیل د نظر په اړه د امریکا غږ د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.

په اسرائیل کې د متحدو ایالتونو سفیر مایک هکبي د چهارشنبې په ورځ په اېکس پاڼې کې ولیکل چې حماس د ټرمپ د پلان له مخې د جګړه ځپلي غزې د بیارغونې پر لور د پرمختګ په مخنیوي او د ژمي په موسم کې په خیمو کې د بې کوره شویو خلکو د کړاو د زیاتېدو هڅه کوي چې "ځان مظلوم وښيي".

هکبي ولیکل: "دوی غواړي نړۍ هغه ډله ییزه وژنه هیره کړي چې دغو وحشیانو د اکټوبر په ۷مه د ۱۲۰۰ ملکیانو چې ۴۸ یې امریکایان وو او یا هم د هغو ۲۵۱ بندیانو چې ۱۸ یې امریکایان وو، سره کړې وه."

د سولې په چارو کې د متحدو ایالتونو استازي او د ولسمشر ټرمپ زوم جېرډ کوشنر د چهارشنبې په ورځ په خپرې شوې یوې مرکې کې وویل چې د ټرمپ اداره "هیله لري چې موږ پرمختګ وکړو او په رښتیا هڅه وکړو چې غزه بې وسلې کړو او بیا یې په داسې ډول ورغوو چې سوله ییزه وي او د غزې له خلکو سره مرسته وکړي څو هغه ژوند ترلاسه کړي چې دوی یې وړ دي."

کوشنر له جرمن خبریال ماتیاس ډوفنر سره خبرې کولې. د مرکې په یوې بلې برخې کې کوشنر یادونه وکړه چې د ټرمپ د اوربند پلان له مخې د حماس له خوا د وسلو پرېښودو هوکړه "یوه لویه معامله" وه.

هغه وویل: "اوس موږ باید اسرائیل ته باور ورکړو چې که موږ دا کار کوو نو دا به مرحله په مرحله او د تایید وړ طریقې سره به ترسره شي. زما په اند موږ د دې [حماس د وسلو سپارلو] د تایید لپاره او ددې د ښودلو لپاره چې دا کار په نړیواله کچه ترسره کیږي، ډېر ښه میکانیزمونه جوړ کړي دي."

​
XS
SM
MD
LG