د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل پوځ: "لوړ احتمال" شته اسرائیلي عسکر فلسطینۍ خبریاله وژلې وي


خبریاله شرین ابو عاقله په لویدیځې غاړې کې د اسرائیل د پوځ د یوې چاپې پر مهال ووژل شوه.
خبریاله شرین ابو عاقله په لویدیځې غاړې کې د اسرائیل د پوځ د یوې چاپې پر مهال ووژل شوه.

د اسرائیل پوځ دوشنبه سپټمبر ۵ (وږي۱۳) په لویدیځه غاړه کې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مۍ په میاشت کې د الجزیرې د مشهورې خبریالې د وژل کیدو په هکله د تحقیقاتو نتیجه خپره کړله.

د اسرائیل پوځ ویلي "لوړ احتمال" شته چې د اسرائیل د سرتیري په ډزو په خټه فلسطینۍ امریکایۍ خبریاله کې وژل شوي وي.

د پوځ یو جګپوړي چارواکي د تحقیقاتو په هکله خبریالانو ته وویل چې د اسرائیل سرتیري په خبریالې شرین ابو عاقله د " وسله وال" ګمان کړی و او هغه یې په سهوې ویشتلې.

خو دې پوځي چارواکي د اسرائیل د ادعا لپاره چې آیا هلته وسله وال و که نه هیڅ ډول شواهد ندي ورکړي. سره لدې چې اسرائیل منلې سرتیري یې دا خبریاله سهواً ویشتلې خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې هیچا ته به سزا ورنکړل شي.

د اسرئیل دې جګپوړي نظامي چاراکي همدرانګه د هغې ویډیو په هکله هم څه ونه ویل چې پکې ښودل کیږي وړاندې تر دې چې په وژل شوې خبریالې ډزې وشي، په سیمه کې کراره کراري وه.

د اسرئیل د تحقیقاتو نتیجه تقریباً دیته نږدې ده چې د دې خبریالې د وژل کیدو ملامتي په ځان ومني. دې نظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، " هغه (اسرائیلې سرتیری) د هغې (وژل شوې خبریاله) په پیژندګلوۍ کې اشتباه کړې".

خبریالې ابو عاقلې د وژل کیدو پر وخت خولۍ او ځانګړی واسکټ اغوستی و چې پرې لیکل شوي و (مطبوعات). هغې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل د پوځ د چاپې په هکله راپور ورکاوه چې وویشتل شوه او ووژل شوه.

په عین حال کې د اسرائیل کې د بشري حقونو ډلې ویلي د دې هیواد په پوځ تور لګلولی چې د یو سر تیري غلطي پټوي. دې ډلې د اسرائیل د پوځ لخوا د تحقیقاتو د نتیجې د اعلان څخه وروسته ویلي، " دا هیڅ یوه سهوه نه وه، بلکې همدا پالیسي ده".

په عین حال کې په اسرائیل کې د الجزیرې د څانګې مشر ولید العمري د اسرائیل په پوځ تور لګولی چې د مسؤلیت اخیستو څخه تیښتي. هغه د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " دا د جنایي تحقیقاتو د پرانیستل کیدو د مخنیوي لپاره ښکاره هڅه ده".

ابو عاقله چې په خټه فلسطینۍ امریکایۍ خبریاله وه او د الجزیرې تلویزیون لپاره یې کار کاوه په قبضه شوې لویدیځې غاړې کې یې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په هکله د راپور ورکولو لپاره تللې وه چې په ډزو کې ووژل شوه.

فلسطیني عینی شاهدان او د میرمن عاقلې همکاران وایي چې دا خبریاله اسرائیلي سرتیرو وژلې او په سیمه کې هیڅ وسله وال نه و.

د امریکا متحده ایالاتو هم د جولای په ۴مه ویلي و چې دې نتیجې ته رسیدلي چې د الجزیرې خبریاله شرین ابو عاقله ښایي د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوې وي او د محاسبې غوښتنه یې کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې داسې هیڅ دلیل نشته اسرائیلي ځواکونو به دا کار په قصدي توګه کړی وي.

امریکا همدرانګه ویلي داسې ښکاره نتیجې ته نده رسیدلې چې معلومه کړي د مې د میاشتې په ۱۱مه په کومې مرمۍ چې دا خبریاله وژل شوې، له کومه ځایه واره شوې.

XS
SM
MD
LG