د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل وایي لبنان کې د امنیتي زون څخه نه وځي

د اسرائیل د دفاع وزیر وایي په لبنان کې د " امنیتي زون" څخه د اسرائیلي سرتیرو وتلو سره مخالفت لري او زیاتوي د ضرورت تر وخته به دا سرتیري هلته پاتې وي.

اسرائیل کتز پنجشنبه جون ۲۵ وویل چې د لبنان تر څنګ به د اسرائیل سرتیري په غزې او سوریې کې په هغو سیمو کې چې د اسرائیل حکومت ورته امنیتي زونونه یا سیمې وایي، تر څو پورې چې اړتیا یې وي، پاتې شي.

سره لدې چې په اسرائیل باندې فشارونه ډیر شوي چې لدې سیمو خپل سرتیري وباسي خو اسرائیل تر دې دمه ورسره مخالفت ښودلی.

که څه هم یو امریکايي مقام ویلي و چې اسرائیل د لبڼان حکومت ته د ښه نیت څرګندولو په خاطر، خپل یو شمیر سرتیري د امنیتي زون څخه ایستلي خو د اسرائیل او لبنان جګپوړو چارواکو د پنجشنبې په ورځ دا خبرونه رد کړل او وې ویل چې د لبنان په جنوب کې د قبضه شوې سیمې څخه اسرائیلي سرتيري ندي وتلي.

د اسرائیل او لبنان چارواکي د متحده ایالاتو په هغه وړاندیز د څو اوونیو راهیسې خبرې اتري کوي چې پکې ویل شوي د اسرائیل پوځ دې یو شمیر سیمې چې د حزب الله پر ضد جګړې کې نیول شوي، بیرته د لبنان پوځ ته وسپاري چې پدې سره ښایي د لبنان په جنوب کې د دې سیمو کنټرول د لبنان تر کنټرول لاندې راشي.

د اسرائیل پوځ د روان کال د مارچ میاشتې په سر کې وروسته تر هغه د لبنان په جنوب کې د حزب الله په مرکزونو هوایي بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل چې دې ډلې د ایران په ملاتړ په اسرائیل ډزې وکړلې.

وروسته تر هغه چې د اسرائیلي ځواکونو عملیات پراخ شول، هغوي د لبنان په جنوب او پایتخت بیروت په شاوخوا کې په پرتو سیمو کې له خلکو وغوښتل چې خپل کورونه دې پریږدي، په ځانګړې توګه هغه کورنه چې د جګړې لومړیو کرښو ته نږدې و.

راپورونه وایي چې د تازه جګړو له کبله څه باندې ۱.۲ میلیونه وګړي بې ځایه شوي چې د لبنان د ټول نفوس پنځمه برخه کیږي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG