د لاس رسي وړ اتصالات

د هټلر "یهودي ریښې" په اړه د لاروف څرګندونو ته اسرائیل سخت غبرګون ښودلی  


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لپیډ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وروستیو څرګندونو ته چې ویلي یې دي د جرمنانو نازي مشر ادلف هټلر «یهودي ریښه» درلودله، سخت غبرګون ښودلی او د روسیې سفیر یې د وضاحت لپآره احضار کړی دی.

پر اوکراین باندې د فبرورۍ د ۲۴مې پوځي یرغل راهیسې روسیي مقاماتو تل ویلي چې هدف یې د اوکراین «غیر پوځي کول» او «له نازي ګرۍ» څخه خلاصول دي.

ښاغلي لاوروف د ایټالیا له یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه دې پوښتنې سره مخ شو چې روسیه څنګه "له نازیتوب څخه" د اوکراین د خلاصولو ادعا کوي پداسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پخپله یهود دی.

ښاغلي لاوروف په ځواب کې وویل: "دا چې وایي څنګه له نازیتوب څخه خلاصول دي پداسې حال کې چې مونږ خپله یهودان یو، هیڅ معنی نلري، ځکه زه فکر کوم چې هټلر هم یهودي نسبه و."

د سرګي لاوروف د مرکې په متن کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه هم خپره شوې ښاغلي لاوروف همداشان ویلي: "ممکن زه غلط اوسم، خو د هټلر لاسونه هم د یهودانو په وینو ککړ دي."

پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ د ۲۴ پوځي یرغل راهیسې اسرائیل هڅه کړې چې د جګړې د دواړو غاړو ترمنځ حساس انډول وساتي، خو یوې ایټالوي تلویزیوني شبکې ته د لاوروف څرګندونو اسرائیل په غوسه کړی دی.

یایر لپیډ د اسرائیل د بهرنیو چارو وړزارت په اعلامیه کې د لاوروف «دغه سختې څرګندونې» غندلي او هغه یې «نابخښونکی، غیر منصفانه بیان او همداشان یوه ډارونکې تاریخي تیروتنه» ګڼلې ده. ښاغلي لپیډ ویلي: «یهودان په هلوکاست کې خپل ځانونه ندي قتل عام کړي. د یهودانو پر ضد په ټیټه کچه نژادي توپیر دادی چې پخپله یهودان په ضد یهودیتوب تورن کړای شي.»

په اسرائیل کې د نړۍ د هلوکاست مرکز رئیس داني ډیان هم د لاوروف په څرګندونو انتقاد کړی او هغه یې «بې بنسټه، بې ځایه او خطرناکې څرګندونې ګڼلي چې باید وغندل شي.»

د جرمني په پلازمینه برلین کې د حکومت ویاند سټفن هیبسټرایټ خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم د روسیې تبلیغات چې دلته د بهرنیو چارو د وزیر لاوروف په واسطه خپاره شوي، تبصرې ته اړتیا نلري، دا چټیات دي.»

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا په یو ټویټ لیکلي چې د لاوروف څرګندونې «د روسیې د اشرافو د یهودانو ضد ژوره لړۍ په ګوته کوي. هغه لیکلي: «د هغه ناوړه څرګندونې ولسمشر ولادیمر زیلینسکي، اوکراین، اسرائیل او یهودانو ته سپکاوی دی.»

XS
SM
MD
LG