د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په غزې هوایي بمباري کړې


د اسرائیل پوځ د دوشنبې په شپه وروسته تر هغه په غزې هوایي بمباري وکړله چې د فلسطین د کلابندې شوې سیمې غزې نه په اسرائیل اور اچونکي بالونونه وتوغول شول.

د اسرائیل پوځ د بالانونو د توغولو ملامتي د حماس په ډلې اچولې او وایي چې په غبرګون کې یې د غزې په تړانګې کې د حماس ځیني مرکزونه په نښه کړیدي.

د اسرائیل د پوخ په اعلامیې کې ویل شوي، " تیره شپه د اسرئیل د دفاعي ځواکونو جنګي جیټ الوتکو د حماس د توغندیو جوړولو یو ورکشاپ او په خان یونس کې د حماس نظامي مرکز بمبار کړي."

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا بمبارۍ د حماس لخوا د اور اچونکو بالونونو د توغولو په ځواب کې شویدي.

عیني شاهدانو همدارنګه ویلي چې د اسرائیل پوځ د غزې شمالي برخه په هاوان توغندیو ویشتلې.

په فلسطین کې د روغتیايي چارو سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په هوایي بمباریو کې چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

په غزې کې وسله وال وخت نا وخته اور اچونکي بالونونه چې هغوي پخپله یې جوړوي، په اسرائیل توغوي چې کله ناکله د اور بلیدو سبب هم کیږي.

اسرائیل په ځواب کې غزه چې څه باندې ۱۵ کاله کیږي کلا بنده کړې یې ده، هوایي بمباري کوي.

اسرائیل د دوشنبې په ورځ غزه پداسې حال کې بمباري کړله چې ۶ فلسطینیان د اسرائیل د یو زندان نه د تونل کیندلو د لارې تښتیدلي دي.

د اسرائیل امنیتي ځواکونو د دې کسانو پسې پراخ لټون پیل کړی.

XS
SM
MD
LG