د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په سوریې کې د توغندیو ډیپو ویشتې، راپور


د سټلایټ څخه په اخیستل شویو انځورونو کې ښودل کیږي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې د سوریې په لویدیځ کې یو نظامي مرکز سخت ویجاړ شوی.

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز یې په لندن کې دی او په سوریه کې د جګړې په هکله معلومات راټولوي، یکشنبه اګست ۲۸ (وږي۶) ویلي چې په هوایي برید کې د وسلو یوه ډیپو او د ساینسي څیړنو یو مرکز د مصایف په ښارګوټي چې د حکومت قوي مرکز دی، په نښه شوي و.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي چې په ویشتل شوې ډيپو کې د منځني واټن شاوخوا ۱۰۰۰ توغندي ځای پر ځای شوي و چې خپل هدف په دقیقه توګه په نښه کوي.

ښاغلي عبدالرحمان وویل چې د وسلو په ډیپو د برید څخه ورسته په سیمه کې خلکو د څه باندې ۵ ساعتونو لپاره د چاودنو غږونه اوریدلي دي.

هغه همدرانګه وویل چې د اسرائیل پدې هوایي بریدونو کې د توغندیو جوړولو یوه فابریکه چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو تر څارنې لاندې توغندي جوړوي، نده زیانمنه شوې ځکه چې دا فابریکه په غرونو کې دننه د ځمکې لاندې جوړه شوې.

په برید کې د سوریې د پوځ یو تورن وژل شوی او ۱۴ نور سوریایان ټپي شوي خو ښاغلي عبدالرحمان دا ندي ویلي چې ټپي شوي کسان نظامیان و که ملکیان.

پخپله د اسرائیل پوځ تر اوسه پدې بمباریو تبصره نده کړې خو ښاغلی عبدالرحمان وایي د کومې ورځې راپدیخوا چې اسرائیل په سوریه کې هوایي بمبارۍ پیل کړې، دا یې تر ټولو ستر برید و.

اسرائیل په تیرو څه باندې لسو کالونو کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، سلګونه هوایي بریدونه د دې هیواد په هغو برخو کړي چې د حکومت په کنټرول کې دي خو ډیر لږ وخت مني چې دا ډول عملیات یې کړیدي.

د اسرائیل پوځي چارواکو پخوا ویلي چې دا بریدونه په سوریه کې د ایران او ددې هیواد د ګوډاکي ملیشو په مرکزونو کوي او تر څنګ یې دا هم منلې چې د حزب الله د وسله والې ډلې او نورو هغو ملیشو مرکزونه یې ویشتي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

سره لدې چې د سوریې په دولتي مطبوعاتو کې ویل شوي چې پدې هوایي بریدونو کې یوازې ۲ تنه وژل شوي او د سیمې په ځنګلونو کې اور هم د دې بریدونو له وجې لګیدلی خو په اسرئیل کې مطبوعاتو یکشنبه په سټلایټ کې اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي او پکې ښودل کیږي چې په هوایي بریدونو کې څو ودانۍ سختې خرابې شوي.

XS
SM
MD
LG