د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل دمشق ته نږدې یو څیړنیز مرکز په توغندیو ویشتی


آرشیف
آرشیف

د سوریې د بشري حقونو څار ادراه وایي د اسرائیل پوځ شنبه مارچ ۳۱ ( کب ۱۲) دمشق سره نږدې یو څیړنیز مرکز په توغندیو ویشتی خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.

د څار دا اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی خو په سوریې کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري وایي چې څلور توغندي د دمشق جمرایا سیمې کې د ساینسي علومو په یو څیړنیز مرکز لګیدلي دي.

دې ادارې ویلي چې په برید کې څیړنیز مرکز اور اخیستی .

دا په تیرو دوو ورځو کې دویم ځل دی چې د اسرائیل پوځ په سوریې کې دننه د توغندیو او هوایي بریدونه کوي.

په یو بل هوایي برید کې چې اسرائیل تیره ورځ په سوریې کې وکړ لږ تر لږه ۵۲ تنه پکې ووژل شول چې ۳۸ یې د سوریې سرتیري او اته یې د حزب الله وسله والې ډلې غړي و چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې ویلي د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې دومره ډیر شمیر د سوریې سرتیري د اسرائیل په هیڅ برید کې نه و وژل شوي.

د څار دې ادارې ویلي چې د جمعې ورځې په هوایي بریدونو کې د سوریې په شمال کې د حلب هوایي ډګر سره نږدې د توغندیو یوه ډیپو په نښه شوې وه چې د حزب الله ډلې پورې یې اړه درلوده.

د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې "د لبنان د حزب الله ډلې د شپږو غړو او د سوريې د "۳۶ سرتیرو په ګډون" ۴۲ وژل شوي، چې د اسرائیل او حماس جګړې له پیل راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې دا د سوریې د پوځ ترټولو لوی تلفات دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس 'سانا'، د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې اسرائیل د جمعې د شپې پر ۱:۴۵ بجو د حلب په جنوب ختیځ کې څو ځایه هوايي بریدونه کړي‌ دي چې له امله یې یو شمېر ملکي او پوځيان وژل شوي دي.‌

په ورته وخت کې د اسرائیل پوځ د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي، چې "دوی د بهرنیو رسنیو پر رپوټونو تبصره نه کوي."

اسرائیل په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، دغه هېواد کې سلګونه هوايي بریدونه کړي. اسرائیل پدغو بریدونو کې د سوريي پوځي مرچلې او د ایران د ملاتړي حزب الله جنګیالي یې چې د دمشق او د فلسطیني وسله والې ډلې حماس متحد دی، په نښه کړي دي.‌

همدارنګه د تیرکال د اکټوبر په اوومه له حماس سره د اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیل لخوا دغه راز بریدونه زیات شوي او د جمعې ورځې برید، په ۲۴ ساعتونو د اسرائیل له خوا دویم برید وو.

همدارنګه د سوریې د کورنۍ جګړې له یوې لسیزې څخه په زیاته موده کې اسرائیل په دغه هېواد کې په سلګونو هوايي بریدونه کړي او په ډېرو مواردو کې یې د ایران پلوه ځواکونو او د سوریې د پوځ مرچلې په نښه کړي دي.

اسرائیل چې ډیر لږ په سوریه کې د انفرادي بریدونو په اړه تبصره کوي، په پرله پسې توګه یې ویلي، ایران ته چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ کوي، به اجازه ورنکړي سوریې کې خپل حضور پراخ کړي.

سوریه له ۲۰۱۱ کال راهیسې په خونړیو او وژونکو جګړو کې ښکېله ده. په دې موده کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او د دغه هېواد په میلیونونو خلک یا له خپلو کورونو بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG