د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ، جنوري ۳۱ (سلواغه ۱۲)، وویل چې تېره شپه یې د سوریې او لبنان پر پوله او د بقاع په دره کې د حزب الله هدفونه په نښه کړي دي.
پوځ وویل چې په دغو هدفونو کې هغه تاسیسات شامل دي چې د ځمکې لاندې د وسلو د جوړولو لپاره کارول کیږي او لبنان ته د وسلو د قاچاق سره تړاو لري.
د پنجشنبې په ورځ، اسرائیل وویل چې د حزب الله لخوا د څارنې بې پیلوټه الوتکه یې ولیدله او دا یې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د "اوربند له تړون څخه سرغړونه" وبلله.
حزب الله او اسرائیل په خپلو کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د نومبر په وروستیو کې اوربند لاسلیک کړ. د دواړه خواوو ترمنځ مرګانۍ شخړه په ۲۰۲۳ کال کې په غزه کې د جګړې له پیل سره هم مهاله پیل شوه.
متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ تائید کړه، چې د اوربند تړون به د فبرورۍ تر ۱۸مې نافذ وي. ددغه تړون موده په لومړي سر کې د جنوري تر ۲۶مې ټاکل شوې وه. ددې تړون له مخې اسرائیلي ځواکونه باید په ۶۰ ورځو کې د لبنان له خاورې څخه ووځي.
اسرائیلو د اوربند له غځولو راهیسې د لبنان پر خاوره څو ځله بریدونه کړي چې تر سلو زیات کسان یې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
وروستی دا ډول برید د یوې بې پیلوټه الوتکې برید دی چې د لبنان په جنوبي ښار مجدل سلم کې یې لږترلږه پنځه کسان ټپیان کړل.
ددې راپور ځینې معلومات له رویټرز اژانس څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه