د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې او اسرائیل دیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې عادي کړې


نتنیاهو: د اسرائیل او ترکیې موافقه به د اقتصادي ودې سبب شي
نتنیاهو: د اسرائیل او ترکیې موافقه به د اقتصادي ودې سبب شي

د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو وایي د اړیکو د عادي کولو لپاره د اسرائیل او ترکیې موافقه به د اسرائیل اقتصاد پیاوړی کړي، په داسې حال کې چې د ترکیې جمهور رئیس طیب اردوغان دغې موافقې ته په غزه کې د بشري حالت د بهتر کیدو په سترگه گوري.

خو ښاغلي نتنیاهو د دوشنبې په ورځ دا هم وویل چې د ترکیې سره د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو وروسته به هم اسرائیل غزې ته چې حماس په کې واکمن دی، د کښتیو د ورتگ مخه ونیسي.

د ایټالیا په مرکز روم کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره له خبرو وروسته ښاغلي نتنیاهو په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د انقرې سره موافقه هغه شپږ کلن زړه بدی پای ته رسوي چې پر یوې ترکي کښتې باندې د اسرائیل د برید له امله رامنځ ته شوی و. دغې ترکي کښتې د حماس تر مشرۍ لاندې غزې ته په ورتگ سره د اسرائیل له خوا د لگول شوی سمندري محاصرې د ماتولو هڅه کړې وه.

د رویترز خبري اژانس د ښاغلي نتنیاهو د خولې وایي چې د بشري مرستو لیږدول به د اسرائیلي بندرونو له لارې غزې ته دوام وکړي "دا زمونږ ستره امنیتي علاقمندي ده. ما نه غوښتل چې پرې توافق وکړم. دا ددې لپاره خورا مهمه ده چې د حماس د غښتلیا مخنیوی وشي."

د ترکیې صدراعظم ویلي دي چې دواړه هیوادونه به څومره ژر چې ممکن وي سفیران سره تبادله کړي.

ترکیې او اسرائیل د یکشنبې په ورځ موافقه وکړه په منځني ختیځ کې چې د سوریې د کورنۍ جگړې پر سر سخت ویشل شوی، د ښه نیت یوه خورا بی سارې موافقه ده. همداشان دا په داسې حال کې کیږي چې د اسلامي دولت د ډلې له لورې امنیتي خطرونه زیات شوي او دواړه هیوادونه د سیمې د څو قطبي کیدو په وجه د نویو اتحادونو د جوړولو هڅې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ترکیې او اسرائیل موافقه وستایله او ویې ویل چې "مونږ په څرگنده په دې کار خوښ یو او دا هغه گام دی چې مونږ یې د لیدلو په تمه وو."

ددغو دواړو هیوادونو د موافقې په اړه نور جزیات به نن د ښاغلي نتینیاهو له لورې په روم کې او د ښاغلي اردوغان له خوا په انقره کې په ډاگه شي.

دا موافقه چې د سیاسي نظره دواړو هیوادونو ته خورا حساسه ده، ښایي د غازو په اړه د موافقې د رامنځ ته کیدو سبب شي او د گاونډي هیواد سوریې او اروپا سره د ترکیې مشکلاتو ته یو دیپلوماتیک حل پیدا کړي.

له بلې خوا ښاغلي اردوغان وویل چې د یکشنبې په شپه یې د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس سره تلیفوني خبرې وکړې او ورته یې وویل چې دغه موافقه به غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې مرسته وکړي. ښاغلي عباس په خپل وار پدغو نویو انکشافاتو خوښي څرگنده کړې ده.

چارواکي وایي چې د موافقې له مخې به ترکیه غزې ته بشري مرستې او نور غیر پوځي مواد ولیږدوي او په زیربنایي پروژو کې به کار وکړي چې په هغو کې د استوگنځایونو او د یو روغتون جوړول شامل دي.

XS
SM
MD
LG