د لاس رسي وړ اتصالات

بیني ګانتز: که دریو اوونیو کې غزې کې تر جګړې وروسته پلان جوړ نشو، حکومت پریږدم


د اسرائیل د جګړې د کابینې یو مهم غړي خبرداری ورکړی که حکومت په راتلونکو دریو اوونیو کې په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو وروسته نوی پلان منظور نکړي، دی به د حکومت څخه استعفا وکړي.

بیني ګانتز د اسرائیل د جګړې د کابینې له دریو غړیو څخه تر ټولو منځدریځه دی او د شنبې مې ۱۸ ( غوایي ۲۹) دا خبرداری یې په صدراعظم بنیامین نیتنیاهو فشار زیاتوي چې یوازې پخپلو سخت دریځو متحدینو اتکا وکړي.

ښاغلي ګانتز د راتلونکې جون میاشتې تر اتمې نیټې پورې حکومت ته وخت ورکړی چې په غزې کې د جګړې وروسته پلان ومني او د نه منل کیدو په صورت کې به حکومت پریږدي.

هغه پدې هکله ویلي، " که د خیالاتو لار غوره کړئ او ټول ملت کندې خوا ته ټیل وهئ، مونږ به اړ شو چې حکومت پریږدو".

د اسرائیل د جګړې د کابینې دې جګپوړي مهم غړي په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو ورسته یو پلان ترتیب کړی چې شپږ مادې لري.

په پلان کې د برمته شویو کسانو بیرته ستنیدل، په غزې کې د حماس ډلې واکمني پای ته رسول، د غزې تړانګه په غیر محاربوي سیمې بدلول، د ملکي چارو لپاره د نړیوالې ادارې ایجادول او د سعودي عربستان سره د اسرائیل اړیکو عادي کولو پکې شامل دي.

د ښاغلي ګانتز دا څرګندونې پداسې مهال د اسرائیل په حکومت کې درز پیدا کوي چې په غزې کې د اسرائیل دفاعي ځواکونه څه باندې اوه میاشتې کیږي د حماس پر ضد جنګیږي او تر اوسه پدې جګړې کې د اسرائیل اهداف – د حماس له منځه وړل او د برمته شویو کسانو بیرته ستول – ندي تر لاسه شوي.

بیني ګانتز چې د اسرائیل د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز په توګه یې دنده تر سره کړې، په اسرائیل کې مشهور سیاستوال او د پخوا راهیسې د نیتن یاهو سیاسي رقیب دی او د نیتن یاهو د حکومت په مشرۍ ائتلافي حکومت په لومړیو ورځو کې د جګړې کابینې سره یو ځای شو.

د ښاغلي ګانتز دې څرګندونو څخه څو ورځې وړاندې د اسرائیل د دفاع وزیر یووا ګالانت چې د جګړې د کابینې دریم غړی دی په عامه توګه وویل چې په وار وار یې د کابینې څخه په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو وروسته وضعیت لپاره د پلان جوړولو غوښتنه کړې چې د نوي ملکي فلسطیني رهبریت جوړیدل هم پکې شامل دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو د څو خواوو د فشار لاندې دی.

د هغه په ائتلافي حکومت کې سخت دریځان د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې د حماس وسله والو ځپلو لپاره نظامي عملیات غواړي خو د متحده ایالاتو په ګډون بیا ګڼ شمیر هیوادونو نیتنیاهو ته خبرداری ورکړی چې پدې ښار کې دې عملیات نکوي چې څه باندې یو ملیون فلسطیني ملکیانو پکې پنا اخیستې ده.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ د دفاع پر وزیر یووا ګالانت نیوکه وکړه چې د حماس سره د اسرائیل د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د غزې د حکومتولۍ لپاره د پلان په جوړولو کې پاتې راغلی. خو ګالانت ویلي تر هغه چې د حماس وسله وال له ماتې سره مخ نه شي، دا کار بې مانا دی.

د دواړو مشرانو تر منځ په غیر معمولي شخړه کې، ګالانت په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې د غزې پر تړانګه باندې چې شاوخوا ۲.۳ میلیون فلسطینیان پکې میشت دي، د اسرائیل نظامي یا ملکي کنټرول له رامنځته کولو سره مخالف دی.

ګالانت وویل: " زه په صدراعظم بنیامین نتنیاهو غږ کوم چې پریکړه وکړي او اعلان وکړي چې اسرائیل به د غزې په تړانګه کې ملکي کنټرول رامنځته نه کړي."

د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس د برید او په غزه کې د حماس د اورپکو پر ضد د اسرائیل د دوامدارو عملیاتو سره، نتنیاهو په وار وار په غزه کې د حکومت کولو لپاره د جګړې وروسته د پلان له جوړولو څخه ډډه کړې ده.

متحده ایالاتو، د اسرائیل د وسلو لوی عرضه کوونکي، د فلسطیني دولت رامنځته کولو د حل لارې په توګه، د فلسطینۍ ادارې د بیا ژوندي کولو غوښتنه کړې چې په غزه او لویدیځه غاړه کې واکمنه وي.

خو نتنیاهو او د هغه ښي اړخه واکمن ایتلاف په کلکه د داسې حل لارې مخالفت کوي. نتنیاهو وویل، تر هغو چې حماس له منځه نه وي تللی، د اوه میاشتنۍ جګړې وروسته د غزې د حاکمیت د څرنګوالي په اړه هر ډول بحث یوازې "تشې خبرې."

نتنیاهو په خپل ټیلیګرام چینل کې په خپره شوې بیانیه کې وویل: "د بلې ادارې لپاره د شرایطو چمتو کولو لومړی شرط دا دی چې حماس له منځه یوړل شي او دا کار پرته له عذره ترسره شي."

ګالنت وویل چې په غزه کې روان پوځي عملیات باید سیاسي عمل تعقیب کړي.

هغه وويل: "د حماس زوال هغه وخت ممکن دی چې یوه فلسطيني اداره غزه کنترول کړي او د نړيوالو لوبغاړو په مرسته د حماس د واکمنۍ حکومتي بديل رامنځته شي. په دې کې د اسرائیل د دولت ګټه ده."

په غزه کې روانه جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه. اسرائیلي مقامات وايي په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

اسرائیل ویلي د غزې په عملیاتو کې یې له ۱۴۰۰۰ زیات اورپکي او شاوخوا ۱۶۰۰۰ ملکي خلک وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG