د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل د استخباراتو مشر: د ایران او روسیې تر منځ د وسلو اړیکې ژورې شوي


Iran Turkey
Iran Turkey

د اسرائیل د استخباراتو د ادارې (موساد) مشر خبردرای ورکړی چې ایران غواړي روسیې ته د وسلو د ورکړې پروګرام لا پراخ کړي.

په اسرائیل کې سیمه ایزو مطبوعاتو د ډیوډ بارینا له قوله پنجشنبه ډسمبر ۲۲ (مرغومي ۱) ویلي چې ایران غواړي د روسیې سره د وسلو دا اړیکه پټه وساتي او پلان لري چې روسیې ته پرمختللې وسلې ورکړي.

د اسرائیل د استخباراتو دې مشر نور جزیات ندي ورکړي چې د ایران – روسیې تر منځ د وسلو د راکړې ورکړې په هکله دا معلومات یې له کومه کړي.

خو دا لومړی ځل ندی چې روسیې ته د ایران لخوا د وسلو د ورکړې موضوع راپورته کیږي.

د اسرائیل جمهور رئیس ایساک هرزوګ د روان میلادي کال د اکټوبر د میاشتې په پای کې ویلي و چې د واشنګټن سره یې داسې استخباراتي معلومات شریک کړي و و روسیه په اوکراین د ایراني بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه کار اخلي.

خو ایران سره لدې چې په لومړي سر کې یې دا تورونه رد کړي و خو د نومبر په میاشت کې یې دا ومنله چې روسیې ته دا ډول الوتکې ورکړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي و چې بې پیلوټه الوتکه یې روسیې ته په اوکراین د یرغل څخه وړاندې ورکړې وې.

تر دې وړاندې متحده ایالاتو هم د همدې روانې میاشتې په پیل کې خبرداری ورکړی و چې ایران او روسیه غواړي بشپړه دفاعي همکاري ولري.


واشنګټن ویلي و چې د مسکو او تهران تر منځ د تجهزاتو له پلوه اړیکې دومره پراخې شوي چې آن هیلوکوپترې، جنګي جیټ الوتکې او بې پیلوټه یا ډرون الوتکې پکې شاملې دي. آآن
په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبینزیا د امنیت په شورا کې وویل چې د ایران لخوا مسکو ته د ډرون الوتکو راپورونه څو ځله رد شوي او تر څنګ یې دا هم وویل چې هیواد یې د "هیچا همکارۍ ته اړتیا نلري".

ها خوا د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت تیره اوونۍ وویل چې ایران د ولسي مظاهرو په درشل کې له "مجبورې ورځې د خپل پایښت لپاره دا ډول معاملې کوي".

سره لدې چې برتانیې ویلي د ایران لخوا روسیې ته د ډرون الوتکو په اوکراین کې په جګړې کې مهم نقش درلود خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې د روسیې سره د اړیکو د پراخولو لپاره اړتیا نلري چې د چا څخه اجازه واخلي.

د وزارت ویاند ناصر کنعاني ومنله چې د مسکو سره یې د هیواد اړیکې پراخیږي خو زیاته یې کړه چې دا اړیکې د دواړو هیوادونو د ګټو له مخې کیږي او د دریم هیواد پر ضد ندي.


XS
SM
MD
LG