د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل په کښتۍ برید؛ صدراعظم بنیت له ایران څخه د غچ اخیستلو ګواښ وکړ


د اسرائیل صدراعظم د یکشنبې په ورځ اګست اوله (زمري ۱۰) په مستقیمه توګه ایران د عمان په خلیج کې د تیلو په ټانکر باندې د ډرون په برید تورن کړ.

د تیلو په دغه جاپاني ټانکر باندې چې د لایبریا بیرغ پرې رپېده، د پنجشنبې د ورځې په برید کې دوه تنه عمله وژل شوي دي.

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بنیت په ښکاره ددې کار په غبرګون کې د ایران څخه پداسې حال کې د غچ اخیستلو ګواښ وکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده په برید کې د ایران لاس درلودل رد کړي دي.

ښاغلي بنیت د کابینې په اونیزه غونډه کې وویل: «ایرانیانو چې په بې پیلوټه الوتکې باندې یې په (مرسر ستریټ) ټانکر برید کړی نیت یې درلود چې یو اسرائیلي هدف ته زیان ورسوي.» خو په وینا یې ددې پر ځای د دوی دغه عمل یو بریتانوی او یو رومانیایي ووژل.

د اسرائیل صدراعظم خبرداری ورکړ چې: «مونږ پوهیږو، په هره کچه چې وي، پوهیږو چې څنګه خپل پیغام ایران ته زمونږ په خپلې طریقې ورسوو.»

د اسوشیتید پرس د رپوټ له مخې تر اوسه چا ددغه برید پړه نده منلې، خو ایران او د هغه ملیشه متحدینو پخوا د ډرون دا ډول بریدونه کړي دي.

له بلې خوا د امریکا د متحده ایالاتو پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د امریکا سمندري ځواکونه د اسرائیل تر ادارې لاندې د تیلو له ټانکر سره چې د عمان په خلیج کې پرې برید شوی مرسته کوي. د امریکا پوځ زیاته کړې چې ډیر امکان لري چې دا برید په ډرون الوتکې شوی وي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د امریکا یو اس اس رونالد ریګن الوتکه لیږدونکې بیړۍ دا ټانکر بدرګه کوي او «د امریکا د سمندري ځواکونو د چاودیدونکو توکیو متخصصین ورغلي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د ټانکر عمله د نور اضافي ګواښ سره مخامخ ده او که نه او هغو به برید په هکله پلټنو ته تیار دي.»

XS
SM
MD
LG