د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ: غزه کې مو د حماس د مشر درې زامن ووژل


فلسطینیان د هغه موټر خواته راټول شوي چې د اسرائیل د یو هوايي برید په نتیجه کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه درې زامن پکې ووژل شول.
فلسطینیان د هغه موټر خواته راټول شوي چې د اسرائیل د یو هوايي برید په نتیجه کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه درې زامن پکې ووژل شول.

د اسرائیل پوځ د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۰ (وري ۲۲) تائید کړه چې په غزه کې یې د یو هوايي برید په ترڅ کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه درې زامن وژلي دي.

د اسرائیل د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا درې کسان د حماس د پوځي څانګې غړي وو.

په قطر کې مېشت د حماس مشر د الجزیرې تلویزیون ته ویلي چې په یو موټر باندې په برید کې یې د درې زامنو برسېره څو لمسیان هم وژل شوي دي.

دغه مرګونی برید په داسې حال کې شوی چې د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند دپاره په روانو مذاکراتو کې د پرمختګ نښې نه لیدل کیږي.

د فلسطیني وسله والې ډلې سیاسي مشر الجزیرې ته وویل: "نن زما درې زامن، حازم، امیر او محمد او زما ځینې لمسیان د دوی په موټر په برید کې شهیدان شول."

په رسنیو او د حماس په بیان کې ددغه برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلې مختلفې شمیرې ښودل شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، یوې بې پیلوټه الوتکې د غزې په شمال کې د الشطي د کډوالو په کمپ کې د هنیه د کورنۍ موټر په نښه کړ.

د فرانس پرس انځورونو ښودلې چې د غزې په ښار کې فلسطینیان د هغه موټر په شاوخوا راټول شوي چې په برید کې سوځېدلی دی.

هنيه وويل، دا وژونکی بريد به پر حماس باندې د اوربند او د يرغمل شويو د خوشې کولو په مذاکراتو کې د فشار لامل نشي.

هغه زیاته کړه: "که دوی [اسرائیل] زما ماشومان په نښه کوي او فکر کوي چې دا به حماس مجبور کړي چې خپل دریځ بدل کړي، دوی غلط دي... زما د ماشومانو وينه د فلسطيني ولس له وينې نه زياته ارزښتناکه نده. موږ به له خپلو غوښتنو پر شا نه شو."

هنیه الجزیرې ته زیاته کړه: "په مجموع کې زما د کورنۍ نږدې ۶۰ غړي شهیدان شوي چې زما لمسیان، زما د ورور زامن، زما د خور زامن او زما د تره زامن پکې شامل دي."

په غزه کې جګړه د حماس لخوا د اکتوبر په اوومه د اسرائیل په جنوب کې له یو برید وروسته پیل شوه چې ۱۱۷۰ کسان پکې ووژل شول.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې په غزه کې لږترلږه ۳۳۴۸۲ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG