د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په غزې هوایي بمباري کړې


پر غزه د اسرائیل هوایي بریدونه
پر غزه د اسرائیل هوایي بریدونه

پر تل ابیب له یو راکټي برید وروسته د اسرائیل جنگي الوتکو د غزې په تړانگه کې د حماس ډلې شاوخوا ١٠٠ مرکزونه بمبارد کړیدي.

د اسرائیل اردو ویلي دي چې د غزې په تړانگه کې یې په یو شمیر مرکزونو حملې کړي چې له هغه ځایه د حماس ډلې د فعالیتونه رهبري کیدل.

د اسوشیتید پرس اژانس په غزه کې د روغتیایي مقاماتو په حواله لیکلي چې ددغو حملو په نتیجه کې په جنوبي ښار رافه کې د یوې ښځې او میړه په گډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

دا د ٢٠١۴ وروسته لومړی ځل و چې په دغه ښار د شپې له خوا راکټي برید وشو.

اسرائیلي رسنیو د هغه هیواد د دفاعي مقاماتو په وینا لیکلي دي چې د لومړنیو پلټنو په بنسټ پر تل ابیب باندې راکټي حملې په سهوه کې شوې دي. اسرائیلي پوځیانو تر اوسه ددې رپوټ په هکله څه ندي ویلي.

له دې دمخه حماس اعلان کړی و چې پر تل ابیب باندې راکټي بریدونه دې ډلې ندي کړي، ځکه د هغوی په وینا دغه ډول بریدونه د فلسطین د گټو خلاف دي.

خو د غزې پر تړانگې باندې د اسرائیلي هوایي بریدونو وروسته نور راکټونه هم د اسرائیل پر لور توغول شوي دي. اسرائیلي پوځیانو ویلي دي چې څو راکټونه یې د هوایي دفاع له سیستم نه په استفادې خنثی کړي دي.

XS
SM
MD
LG