د لاس رسي وړ اتصالات

کینگ:د داعش قوت د کمیدو په ځای زیات شویدی


کنگرۀ آمریکا: حزب الله تهدیدی بزرگتر از القاعده است
کنگرۀ آمریکا: حزب الله تهدیدی بزرگتر از القاعده است

د امریکا په کانگرس کې د جمهوري غوښتونکي گوند غړي پیټر کینگ ویلی ، امریکا چې په سوریې او عراق کې د داعش خلاف څومره بمباري کړیده ، د هغې شمېر ته په کتو سره، موثری نه بریښي.

د امریکايي تلویزوني شبکې فاکس نیوز سره په خبرو کې پیټرکینگ د داعش د ډلې د مشر ابوبکر بغدادي، هغې وینا ته هم اشاره وکړه چې ویلي دي د امریکا او روسېې تر مشرۍ لاندې بمباریو نه پس هم، دوي قوت نه دی کم شوی.

د نیویارک ایالت نه د کانگرس غړی پیټر کنگ چې په کانگرس کې د ترورزم ضد او د استخباراتو چارو د کمیټې ریس هم دی، هغه وايي چې د شپاړلسو میاشتو د بمبار نه پس هم ابوبکر بغدادي دا خبره کوي چې دوي لا هم قوي دي ، سوالونه ولاړ وي

د داعش مشر ابوبکر بغدادي یو ثبت شوی پیغام خپور کړیدی
د داعش مشر ابوبکر بغدادي یو ثبت شوی پیغام خپور کړیدی

د کانگرس غړي پیټر کینگ تلویزوني مرکه کې وویل وویل«موږ به یو څه اغیزې درلودی، خو متاسفانه چې د شپاړلسو میاشتو د بمبار نه پس په داعش ډېر خاص تاثیر نه دی شوی، بلخوا روسیه د داعش په ځای د سورېې د دولت مخالفین په نښه کوی. نو داعش همداسې قوي پاتې دی. اوس داعش نه یوازې عراق او سوریه کې ځایونه تر واک لاندې لري بلکی نورې نړۍ لکه افغانستان او نورو ملکونو کې هم د امریکا خلاف قوي کیږي

ښاغلی کینگ وايي چې تېرو څو میاشتو کې دا خبره څرگنده شوې چې داعش په امریکا هم د حملو نیت لري.

بلخوا په تازه ثبت شوي پیغام کې داعش د ډلې مشر ابوبکر بغدادي ویلي چې خدای به دوي ته بری ورکوي. دوي ورځ په ورځ قوي کیږي او هرڅوک چې د داعش خلاف جنگیږي، هغو به ېې عواقب هم وه ویني.

بلخوا په سوریه کې د بشارلاسد مخالف میلیشو د سورېه په شمال کې د تشرین په بند کنټرول ترلاسه کړی. همدا راز عراقي قواو د انبار صوبې په مرکز رمادي کې هم د اعش خلاف د بري خبر ورکړیدی

XS
SM
MD
LG