د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال د کابل لپاره د پولیو د مخنیوي په برخه کې ښه کال و- مسئولین


روغتیايي مسؤولین وايي، سره له دې چې پلازمېنه کابل یو ګڼ نفوسه ښار ده، خو په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې د پولیو پر وړاندې مبارزه بریالۍ وه.

دغه روغتيايي مسؤولین په ننګرهار ولايت کې د پوليو د شپږو پېښو رامنځته کېدل لويه ننګونه بولي او وايي چې په نوي کال کې بايد ورته ځانګړې پاملرنه وشي.

هغوی دا هم وویل چې د ګوزڼ ضد مبارزه کې د تیر کال له تجربو باید ګټه پورته شي او هغه ستونزې چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې موجودې وې، د حل پر لارو چارو یې غور وشي.

دوی سږ کال د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال بولي، خو زیاتوي، چی په ختیځ زون کی د ګوزڼ مثبتو پیښو شتون او د کډوالو جبري راستنیدل د افغانستان لپاره لوی ګواښونه دي، چې چارواکي یې باید په بشپړه توګه په نښه کړي.

په کابل کې د کتلوي معافیت پخوانی مسؤول، ګلاخان ایوب امریکا غږ ته وویل، که څه هم ۲۰۲۳ میلادي کال د افغان ماشومانو لپاره له خطرونو ډک کال و، خو هیله لري چې راتلونکي کال کې به د پولیو پر وړاندې روانه مبارزه مثبتې پایلې ولري.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "د سږکال تر ټولو لویه ستونزه په ځینو ولایتونو کې د کور په کور د کمپاین نه پلي کیدل وو. دا په جنوب او شمال کې پراته هغه ولایتونه وو چی د پولیو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ وو."

هغه زیاته کړه چې د پولیو د اخته کیدو خطر هم په هغو خلکو کې لوړ دی چې سفر کوي، که هغه کوچیان وي، داخلي بې ځایه شوي وي او یا په زوره راستانه شوي ګډوال وي. له همدې امله سږ کال د پوليو ناروغۍ د پرمختګ په مخنيوي کې د يادو شويو ستونزو له امله يو خطرناک کال بلل شوى او هيله من یو چې چارواکي په راتلونکي کې دې ټکي ته پاملرنه وکړي.

یو شمېر کابل ښاریان بیا وایي، چې د نوي کال لپاره باید هڅې چټکې شي ترڅو د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه په بریالیتوب پای ته ورسیږي.

د دوی په وینا، د پولیو د بشپړې مخنیوي لپاره په دې برخه کې د نړیوالو روغتیايي موسسو مرسته او همکاري اړینه ده او دوی باید په راتلونکو کلونو کې هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو افغانستان په بشپړ ډول له پولیو څخه د پاک هېواد په توګه معرفي شي.

د کابل ښار یو اوسیدونکي، ذکي په دې هکله وویل: "د نوي کال لپاره باید هڅې چټکې شي، څومره چې د ګوزڼ پر ضد مبارزه ګړندۍ شي، هومره به دا ویروس محدود او په نهایت کې به یې مخنیوی آسانه وي، خو د ټولو لپاره اړینه ده چې هڅې ګدندۍ او د دې ویروس د پاکولو لپاره ګډه همغږي رامنځته شي."

د کابل یو بل اوسیدونکی ویس احمد آشنا بیا وايي، چې ډیرې هیلې یې مرستندویو او خارجي صحي سازمانونو ته دي ځکه هغوی د افغانستان له صحي سکټور سره د پولیو د محوه کولو لپاره کومکونه کوي.

د هغه په وینا، افغانستان په یوازی ځان د ګوزڼ ویروس د مخنیوي ظرفیت نلري او د کومکونو یا امکاناتو برخه کې خارجي بنسټونو ته اړتیا ده نو هغوی دې مرستې لازیاتې کړي.

خلک له نړیوالو روغتیايي او مرستندویه سازمانونو څخه د افغانستان د روغتیایي سکټور په برخه کې د مرستو د دوام غوښتنه کوي، ځکه افغانستان او پاکستان لا هم د پولیو له ګواښ څخه خوندي نه دي، خو چارواکو ډاډ څرګند کړی، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د پولیو پر وړاندې خپلې هڅې نورې هم چټکې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG