د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې، جرمني او ایټالیې مشران د مهاجرو په بحران غږیږې


ایټالیې ته په تیرو شپږو میاشتو کې ٨٢ زره مهاجر د سمندر د لارې راغلې
ایټالیې ته په تیرو شپږو میاشتو کې ٨٢ زره مهاجر د سمندر د لارې راغلې

د فرانسې او جرمني د کورنیو چارو وزیران به د یکشنبې په ورځ په پاریس کې ملاقات کوي چې د ایټالیې سره دغه هېواد ته د سمندر د لارې د راستنیدونکو پناه غوښتونکو د وجې په پېدا شوې بحران خبرې وکړې.

ایټالیې په ورستیو کې خبردارې ورکړیدی چې که د دغو گڼ شمیر پناه غوښتونکو راتگ کم نشو نو هغوي به خپل بندرونه وتړې. ایټالیه وایي چې هغوي به دغه کار د دی لپاره وکړې چې پناه غوښتونکې نورو هیوادونو ته لاړ شي.

چارواکي وايې چې د فرانسې، جرمني او اټالیې د کورنیو چارو وزیران به د اروپایې اتحاد د مهاجرو لپاره د کمیسیون د مشر سره هم ملاقات وکړي.

د مهاجرو بحران لا نور زیات شوی

ایټالیې په روان کال یعني په ٢٠١٧ کې تر اوسه پورې ٨٢،٠٠٠ پناهغوښتونکو ته پناه ورکړیده. ایټالیې ته زیاتره د افریقايي هیوادونو خلک د سمندر د لارې راغلي دي. د یادونې وړ ده چې یواځې په ٢٠١٧ کال کې د سمندر د لارې اروپا ته د راتگ په کوښښونو کې تر اوسه ٢،٠٠٠ تنه وژل شویدي.

د ایټالیې سمندري مامورینو د یو کال په مودې کې شاوخوا لس زره تنه د ډوبیدو نه ژغورلې دي.

د ایټالیې سفیر اروپایي کمیسیون ته په یو لیک کې لیکلې دي چې وضع ډیره خرابه ده او نوره یې نشي کنټرولولی.

د اروپایي کمیسیون مشر ژین کلاډ جنکر د جمعې په ورځ وویل چې د فرانسې، جرمني او اټالیې مشران به د اروپایي اتحاد د مشرانو سره په دغه مسله خبرې وکړې او کوښښ کوي چې د حل لاره ورته پیدا کړي.

د افریقایي هیوادونو نه زیاتره مهاجر چې اروپا ته راځې هغوي د لیبیا د سمندر د لارې راننوځي. په دی برسیره د سوریې، مصر، بنگله دیش او عرب د ټاپو وزمې خلک هم دغه لاره استعمالوي.

XS
SM
MD
LG