د ایټالیا لومړۍ وزیرې جیورجیا مېلونې د اسپانیا په جنوب کې د سیوټا سیمې ته د لس ګونه زره ګډوالو راتګ ته په اشارې ویلي چې خپاره شوي انځورونه "اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو په اړه د سمدستي اقدام اړتیا" په ډاګه کوي.
مېلونې ویلي چې ایټالیا د ډنمارک سره یوځای د اروپايي اتحادیې د ۲۲ غړو هیوادونو لخوا لاسلیک شوی یو لیک چمتو کړی چې موخه یې "د بهرنیو پولو پیاوړي کول، د انسانانو د قاچاقیانو سره مبارزه او د مهاجرینو د بېرته ستنولو پروسې پیاوړي کول دي".
د ایټالیا لومړۍ وزیرې وروسته له هغه دا څرګندونې وکړي چې د اسپانوي چارواکو په وینا، د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۵۰۰۰۰ کسان په ځمکه او سمندر له لارې سیوتا ته ننوتل چې د اروپايي اتحادیې سره یې د افریقا له یوازې زمینې لارې څخه د کډوالو د راتګ یو بې ساری رقم ثبت کړ.
اسپانیا اعلان کړی چې له راغلو کسانو څخه تر ۴۸۰۰۰ زیات په ۴۸ ساعتونو کې له کومې لویې پېښې پرته مراکش ته راستانه شوي دي.
جورجیا میلونې د ایکس حساب په یوه پست کې زیاته کړه چې د ناقانونه کسانو د راتګ مخنیوی او له هغو عواملو سره مقابله چې کولی شي نوي مهاجرتونه وهڅوي، د اروپايي هېوادونو ګډ مسؤلیت دی.
د هغه په وینا، "د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو ساتنه د یوه ځانګړې هېواد ګټه نه، بلکې د اروپا ګډ مسؤلیت دی."
له بلې خوا، د اسپانیا د سیوتا سیمې مشر، خوان خیسوس ویواس لارا، وايي وروسته له هغې چې کډوال مراکش ته راستانه شول، وضعیت "لا هم خپل عادي حالت ته نه دی راستون شوی."
د اسپانیا ددغې سیمې اوسیدونکي چې د افریقا له شمال سره پوله لري او د جبل الطارق خلیج تر څنګ پرته ده، د شنبې په ورځ له مراکش سره د پولو د سخت کنټرول غوښتنه وکړه.
اسپانیا اعلان وکړ چې تېره شپه یې د افریقا په شمال کې د سیوتا سیمې ته د کډوالو د ننوتلو مخه نیولې ده او پولیسو او د شنبې په ورځ له مراکش سره پر خپلې پولې د کډوالو د یوې لویې ډلې له فشار وروسته، چې پایله یې لږ تر لږه ۶۷ کسان ووژل شول، د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د یوې مانع په جوړیدو کار پیل کړی دی.
په یو بل خبر کې، د شنبې په ورځ اګست لومړۍ، یو شمېر کډوالو هڅه وکړه چې له سرحدي پولې څخه د اسپانیا خپلواک ملیلا ښار ته ننوځي.
په ملیلا کې د اسپانیا د حکومت استازي د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له مراکش سره د دغه ښار پوله چې د ۳۶ ساعتونو لپاره تړل شوې وه، په تدریجي ډول بیا پرانیستل شوې ده.
سیوتا او ملیلا، چې په شمالي افریقا کې د اسپانیا دوه خپلواک ښارونه دي، د اروپايي ټولنې سره د افریقا د لویي وچې یوازینۍ دوه زمیني لارې دي چې په مکرر ډول د کډوالو له خوا اروپا ته د ننوتلو هڅې په کې لیدل کیږي.
فورم \ دبحث خونه