د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا د ۳۰ کاله تعقیب وروسته د مافیا مشهور مشر دینارو ونیو


د سیسلي د مافیا مشهور فراري مشر ماتیو میسینا دینارو د نیولو پر وخت
د سیسلي د مافیا مشهور فراري مشر ماتیو میسینا دینارو د نیولو پر وخت

د ایټالیا د مافیا ضد پولیسو د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۶ (مرغومي ۲۶) د سیسلي د مافیا مشهور فراري مشر ماتیو میسینا دینارو ونیو او د ایټالیا ترټولو عمده فراري کس ۳۰ کلن لټون یې پای ته ورساوه.

دینارو چې د سیسلي د «ګاډ فادر» (Sicilian godfather) په نامه مشهور و د مافیا یو بې رحمه مشر و چې یو وخت یې په ویاړ سره ویلي وو کیدای شي چې د هغه په قربانیانو باندې"هدیره ډکه شي". ۶۰ کلن میسینا دینارو د سیسلي د مافیا د تروریستي ډوله جنایي سازمان د غړو ترمنځ په کوسا نوسترا مشهور و چې د ګاډ فادر په فلمونو کې هم انځور شوی و.

د ایټالیا د پولیسو د ځانګړو عملیاتو قوماندان پاسکویل انجیلوسنټو په یو بیان کې ویلي چې هغه "په پالرمو کې د روغتیایی مرکز دننه، چیرته چې هغه د درملنې لپاره تللی و" ونیول شو.

د ایټالیا خبري اژانس انسا (ANSA) وایي، میسینا دینارو په مستعار نوم د کولمو د سرطان درملنه کوله، او د نیولو پر وخت یې مقاومت ونه کړ.

د ایسیکس په پوهنتون کې د جرمونو کارپوهه انا سرګي د فرانس پرس اژانس ته وویل، هغه "د سیسلي د مافیا وروستی، تر ټولو خوزنده، تر ټولو خالص" پاتې کس و.

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني وویل میسینا دینارو د مافیا ترټولو مهم مشر و او په خپل پلرني ټاټوبي سیسلي کې د هغه نیول د سازمان شويو جرمونو پر وړاندې په جګړه کې د دولت لپاره "لویه بریا" وه.

د پولیسو عکسونه ښیي چې هغه د پولیس منصبدارانو لخوا موټر ته وړل کیږي، یوه کریمي رنګه خولۍ یې پر سر، د لمر عینکې او نسواري چرمی جاکټ یې اغوستی و.

دمخه تر دې د هغه یوازینی پیژندل شوی عکس د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې اخیستل شوی و. نوموړی له ۱۹۹۳ کال راهیسې فراري و.

XS
SM
MD
LG