د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماتارېلا او لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني د یکشنبې په ورځ [مې ۱۷مه] په روغتون کې د هغو کسانو پوښتنه کړې چې تېره ورځ د یوه موټر چلوونکي لخوا ټپیان شوي دي.
د اېټالیا په شمال کې یوه سړي خپل موټر پر عامو خلکو خېژولی چې په پایله کې یې اته کسان ټپیان شوي دي.
اېټالوي چارواکي وايي چې پېښه د موډینا په ښار کې شوې او په ټپیانو کې د څلورو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د اېټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني د شنبې په ورځ [مې ۱۶مه] په خپلې اېکس پاڼې کې یو پیغام خپور کړی او د ټپیانو سره یي خواخوږي ښودلې ده. جورجیا مېلوني لیکلي هغه څه چې په موډینا کې وشول "خورا جدي دي."
مېرمن مېلوني د عامو خلکو او پولیسو څخه مننه کړې چې موټر چلوونکی یې درولی او نیولی دی.
د موډینا ښاروال ماسیمو میزیټي د رای نیوز ۲۴ ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې موټر چلوونکی ۳۰ کاله عمري لري او اېټالوی الاصله افریقایی دی.
د ښاروال په وینا موټر چلونکي د یو ډوکان له کړکۍ سره د موټر له لګېدو وروسته، د پېښې له ساحې څخه د تېښتې هڅه وکړه.
پولیس د شپې تر ناخوخته پورې د پېښې په ځای کې موجود وو او لیدل کېدل چې په اغېزمن شوي دوکان کې له یوه کس سره خبرې کوي.
موټر چلوونکي د خلکو لخوا د درول کېدو په وخت کې پر یوه کس په چاقو برید وکړ او هغه یې ټپي کړ. موټر چلوونکی وروسته د پولیسو له خوا ونیول شو.
د موډینا ښاروال رسنیو ته ویلي چې له ټپيانو څخه د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوه تنه د هلیکوپټر په واسطه د موډینا څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لېرې بولونیا روغتون ته لېږدول شوي دي.
فورم \ دبحث خونه