د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا: افغان ولس باید یوزاې پرې نښودل شي


په ایټالیا کې چارواکي وایي تر ټولو ډیر افغانان چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته یې هیواد پریښودو ته اړ شوي، دې هیواد منلي دي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لیوجي ډي مایو نن شنبه اګست ۲۷ (وږي۶) د دغو ارقامو د اعلان تر څنګ هوډ څرګند کړی چې د "خطر سره مخ افغانان به یوازې پرې نږدي."

د ایټالیا دې چارواکي پخپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د روانې اګست میاشتې د ۳۱ وروستۍ نیټې نه وروسته به هم د ملګرو ملتونو، غیرې دولتي مؤسسو او نورو هیوادونو په همکارۍ په الوتکو کې د افغانانو ایستلو ته ادامه ورکړي.

هغه وویل لا هم ډیر افغانان شته چې د افغانستان نه د وتلو انتظار باسي خو زیاته یې کړه چې "نور دا کار د هوایي انتقال د لارې نشي کولی. "

د بهرنیو چارو وزیر وویل د "تخلیې دویم سخت بهیر اوس پیلیږي. "

ښاغلي ډي مایو وویل "زمونږ لپاره مهمه ده چې افغان ولس یوازې پرې نږدو. افغان میرمنې، ماشومان او ټول هغه کسان یوازې پرې نږدې چې دا څو کالونه یې د بدلون سترې هیلې درلودې. "

پداسې حال کې چې د لویدیځ هیوادونه لا هم د افغانستان نه د خپلو اتباعو او د خطر سره مخ افغانانو د ایستلو بهیر روان ساتلی، د ایټالیا وروستۍ الوتکه چې ۵۸ افغانان پکې سپاره وو، د روم هوایي ډګر ته ورسیده.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې دې هیواد نږدې ٥٠٠٠ افغانان د کابل د هوایي ډګر نه په الوتکو کې بهر ته ایستلي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت د ارقامو له مخې د روانې میاشتې د ۱۴ نېټې راپدیخوا شاوخوا ۱۰۹ زره کسان د کابل د هوایي ډګر نه په الوتکو کې بهر ته ایستل شوي خو ویل کیږي چې لا هم څه ٥٠٠٠ کسان د کابل په هوایي ډګر کې پدې تمه ناست دي چې وبه ایستل شي.

XS
SM
MD
LG