د لاس رسي وړ اتصالات

‎نورعلي جبارخېل په ګانا کې د ټاکنو نړیواله جایزه ګټلې


‎په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما د ټاکنو او د سیاسي برخې سلاکار نورعلي جبارخېل په ګانا کې د یوه بریتانیايي بنسټ له لوري د ټاکنو د جایزو د نړیوالې کمېټې د ۲۰۱۸ کال تر ټولو معتبره جایزه ګټلې ده.

دا جایزه تېره شپه هغه ته ورکړل شوه.

‎نورعلي جبارخېل له تېرو لسو کلونو راهیسې په یوناما کې د سیاسي برخې په تیره بیا د ټاکنو د څانګې سلاکار په توګه دنده تر سره کوي.

‎د لندن میشتي پارلماني مطالعاتو د نړیوال مرکز ای سي پي ایس دې جایزې ته د شااوخوا سلو هیوادونو نه د ټاکنو کارکوونکي نوماند وو، چې د څلورو هیوادونو نوماندانو وروستۍ مرحلې ته لار ومونده.

په‌ دغو څلورو نوماندانو کې نورعلي جبارخېل وتوانېده چې دا جایزه خپله کړي.

‎د ای سي پي ایس ددې جایزې مراسم د جنورۍ په دیرشمه د ګانا په پلازمینه اکرا کې دایر شوي وو چه د سلو څخه زياتو نړيوالو موسسو د ټاکنو کمیسیونونو او اړوندو ادارو استازو پکې برخه اخیستې وه. ‎

ښاغلی جبارخیل وايي" دا جایزه راته د ټاکنیزو شخړو د مدیریت او په ټاکنو کې د جنسیتي مساواتو په کټګورۍ کې راکړل شوي، د ټاکنو د اوو نړیوالو متخصصینو له لوري چې په یوه کمیټه کې وو له ارزونې وروسته وړونکی اعلان شوم".

افغانستان په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې درې وارې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو لپاره ټاکنې تجربه کړي دي.

‎ښاغلي جبارخېل تېر کال هم د همدې سازمان جایزه ګټلې وه.

په دغه دوه ورځني نړيوال سيمپوزيم کي د نړيوالو موسسو، د ټاکنو د کميسونونو او اړوندو ادارو متخصيصونو خپل معلومات او تجربه شريکي کړي.

XS
SM
MD
LG