د غزني ولایت امنیتي چارواکې وايي، چې د دغه ولایت د جغتو د ولسوالۍ امنیه قوماندان منظورحسین، نن د چهارشنبې په ورځ په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.
د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فهیم امرخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د جغتو د میخک په غاښې کې د جغتو امنیه قوماندان ته کمین نیولی وو.
ښاغلي امرخیل وویل " نن یوولس بجو په شاوخوا کې منظورحسین د میخک په غاښې کې د طالبانو په یو کمین کې د یو بل تن سره وژل شوی دی ".
فهیم امرخیل وویل چې په دې برید کې د امنیه قوماندان سره بل وژل شوی وګړی ملکي وکړی وو.
تراوسه طالبانو د دغې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي وسله والو طالبانو نن د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو پر څو پوستو بریدونه هم کړي، چې د افغان ځواکونو له خوا په شا وهل شوي دي.
تیره ورځ د غزني ولایتي چارواکو د غزني په ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکزونو د طالبانو د پراخه عملیاتو د پیل خبر وکړی وو، خو ویلي وو، چې افغان امنیتي ځواکونه هم د دغو عملیاتو پر وړاندې چمتووالی لري.