د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې د وژل شویو مړي په جاغوري کې ښخ شول


دا اوه تنه چې دوه ښځې یوه نجلۍ او څلور سړي په کې شامل وو، داعش وسله والو د تیرې شنبې په شپه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې وژلي وو.
دا اوه تنه چې دوه ښځې یوه نجلۍ او څلور سړي په کې شامل وو، داعش وسله والو د تیرې شنبې په شپه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې وژلي وو.

د هغو اوو هزاره مسافرو مړي چې نږدې شپږ ورځې وړاندې په زابل کې د داعش وسله والو يې سرونه پرې کړې وو، نن د غزني ولایت د جاغوري په ولسوالۍ کې د زرګونو ماتم کوونکو په وړاندې خاورو ته وسپارل شول.

افغان حکومت نن ددغو وژل شویو مسافرو مړي په پوځي هلیکوپټر کې د کابل څخه د غزني جاغوري ولسوالۍ ته ولیږدول.

نن د جمعې د ورخې له غرمې وروسته د جاغوري ولسوالۍ په زرګونو اوسیدونکو د مړو د ښخولو په مراسمو کې د افغان حکومت څخه هزاره جات ته دغځیدلو لویو لارو د امنیت د ټینګیدو غوښتنه وکړه.

د غونډې وینا کوونکو په افغان حکومت باندې هم ددغو مسافرو د خلاصون په برخه کې د نه پاملرنې له امله انتقادونه کول او د حکومت څخه یې په کلکه د خپلو سیمو د امنیت د ټینګیدو غوښتنه کوله.

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد چې له کابل څخه ددغو مړو سره د افغان حکومت د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ تللی و، د ماتم کوونکو غونډې ته وویل چې افغان حکومت به ددغې پیښې عاملینو ته خامخا سزا ورکړي.

جنرال مراد وویل "افغان دولت به ددغې پیښې عاملین قرار پرینږدي او هغوی به د قانون منګلو ته وسپاري ".

د غزني د ولایتي شورا غړي حسن رضا یوسفي غونډې ته په وینا کې وویل چې که چیرې افغان حکومت په خپلو کړو ژمنو وفا ونه کړي نو قهرجن اعتراض کوونکي به له سره خپل اعتراضونه پیل کړي.

د غزني ولایت د جاغوري ولسوال ظفر شریف امریکا غږ ته وویل چې د افغان پوځ د لوی درستیز مرستیال د پیښې د قربانیانو وارثانو او د جاغوري ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام هم ورسوه چې په کې د دغې پیښې د عاملینو محکمه کول او د مرکزي افغانستان د سیمو د امنیت ټینګیدل شامل وو.

دا اوه تنه چې دوه ښځې یوه نجلۍ او څلور سړي په کې شامل وو، داعش وسله والو د تیرې شنبې په شپه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې وژلي وو.

د زابل څخه غزني ته ددغو جسدونو د رسیدلو یوه ورځ وروسته د جاغوري ولسوالۍ او د غزني ولایت د نورو سیمو په زرګونو کسانو د قربانیانو مړي کابل ته راوړل او د اعتراض په توګه یې د ارګ جنوبي دروازې مخې ته کیښودل چې بیا د لاریون کوونکو د استازو سره د ملي یووالي د حکومت د مشرانو د کتنې وروسته موافقه وشوه چې د قربانیانو مړي بیرته د ښخولو لپاره جاغوري ته یوړل شي.

XS
SM
MD
LG