د لاس رسي وړ اتصالات

داعش وايي د جاکارټا بریدونه دوی کړي دي


د اندونیزیا په مرکز جاکارټا کې په بمي چاودنو او ډزو کې د پنځو بریدکوونکو په شمول، اوه تنه وژل شوي او مسؤلیت یې د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

د اعماق خبرې آژانس، چې د اسلامي دولت د ډلې سره تړاو لري، ویلي دي چې برید د جاکارټا په مرکزي برخه کې شوی دی او «هدف یې بهرنیان او هغه امنیتي ځواکونه وو چې د بهرنیانو ساتنه یې کوله.»

تر دې مخکې، د اندونیزیا د پولیسو یوه ویاند انټون چارليیان ویلي وو چې احتمال یې شته چې برید هغه ډلې کړې وي چې د داعش سره ارتباط لري.

د پولیسو ویاند زیاته کړې ده چې داسې معلومیدل چې بریدکوونکو غوښتل د پاریس د بریدونو په څیر بریدونه وکړي.

بریدونه نن سهار د جاکارټا په مرکزي سیمه کې چې دوکانونه، مجلل هوټلونه، سفارتخانې او نور دولتي دفترونه پکښې موقعیت لري، د یو لړ چاودونو په کیدو پیل شول.

وروسته بیا د ورځې په اوږدو کې د پولیسو او بریدکوونکو ترمنځ سختي ډزې تبادله شوي.

ماسپښین، د اندونیزیا چارواکو اعلان وکړ چې برید پای ته رسیدلی دی او پنځه سره بریدکوونکي وژل شوي دي. پولیسو ویلي دي چې په برید کې دوه ملکیان، چې یو یې د هالنډ و، هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG