د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل – جلال آباد پر لاره په ترافيکي پېښه کې ۲۶ تنه مړه او ژوبل دي


د کابل – جلال آباد پر لاره په ترافيکي پېښه کې ۲۶ تنه مړه او ژوبل دي
د کابل – جلال آباد پر لاره په ترافيکي پېښه کې ۲۶ تنه مړه او ژوبل دي

د چارشنبې په ورځ د کابل جلال ابادپرلاره په يوې ټرافيکي پېښه کې تر پنځه ويشتو زياتو ولسي کسانوته مرګ ژوبله واوښته، دعيني شاهدان او چارواکيو په وينا په دې پېښه کې يو شمېر ښځې اوماشومان شامل دي.

دده په وينا دغه پېښه د موټروانانو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې ٤تنه وژل شوي او ٢٢تنه زخميان شوي دي .په ختيځ کې دلويولارو دپوليسوقوماندان شکورخان وايي

دوی دپېښې زخميان سمدستي روغتونونوته ورسول چې دا مهال ترمعالجې لاندې دي.

د ننګرهارولايت دعامې روغتياروغتون سرپرست ريس ډاکترزاهد شريفي وايي :

چې دوی ته له دې پېښې څخه ٢٥ته رسول شوي ووچې يوتن په روغتون کې ساه ورکړه اوديوبل تن روغتيايي وضعيت هم دا ندېښنې وړ دى.

ددغې پېښې زخميان چې دننګرهاردعامې روغتياپه روغتون کې ترتداوۍ لاندې وو، په روغتون کې دسلګيو، له ټپونو او زخمونو نه د فرياد اسويلي او غږونه راختل. روغتون نارو سرو نيولى و.

دغه ټپيان وايي ددوي موټرډېرتېزو،دوي څوځلې له موټروان څخه هيله وکړه چې سرعت کنترول کړي خوهغه د چا نه اورېده .

دوی وايي پردې نه پوهېږي چې ټکرڅنګه رامنځته شو؟

دکابل جلال ابادلاره دټرافيکوپه ويناپه واسط ډول په ورځ کې شاوخوازروموټروتګ راتګ ته جوړه شوې خو پر دې لاره هره ورځ شاوخواپنځه زره موټرې تګ راتګ کوي، له کومې ورځې چې دغه لاره پخه شوې او د موټرو تګ راتګ پرې زيات شوى نو داسې ورځ نشته چې پر دې لاره دې ټرافيکي پېښه رامنځته نه شي.

دوی پردغه لاره د ټرافيکي پېښو د زياتېدو لامل د موټروانانو بې احتياطي، د ټرافيکي قوانينو نه مراعت، د لارې تنګوالى او زياته ګڼه ګوڼه بولي.

بل لور ته د مشرانو جرګې ريس فضل هادي مسلميار د چارشنبې په ورځ د شېرزادو لسوال اصيل خوګياڼي په جنازه کې چې تېره ورځ وسله والومخالفينودماين پرچاودنه له درې تنوساتونکيوسره وواژه، د دولت پر وسله والو مخالفينوغږ وکړ چې دوی دې د سولې له بهير سره يو ځاى شي او له دغې پروسې دې ګټه واخلي.

د ننګرهار ولايتي شوراغړي جاويد زمان بيا د خوګياڼو په سيمه کې د پېښو د زياتوالي لامل دې سيمې ته د چارواکيو نه پاملرنه وبلله او ويې ويل:

چارواکيو له دې سيمې سره د موروميرې سلوک راخستى. ددې سيمې پر وضعيت له سره فکرهم نه کوي اونه ورته ارزښت ورکوي.

له څه مودې راپه دې خوا د خوګياڼو په سيمه کې څو پر له پسې پېښې رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې په جګړه کې پر ښکېلو ډلو سربېره ولسي خلکو او قومي مشرانو ته هم ژوبله واوښته.

مرسته کوونکيو ادارو دسيمې اوسېدونکيو په ويناله دې سيمې سره کرښه تاو کړې.

XS
SM
MD
LG