د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې خونړۍ چاودنې او مظاهرې


جلال آباد کې خونړۍ چاودنې او مظاهرې
جلال آباد کې خونړۍ چاودنې او مظاهرې

تر شلو زياتو کسانو ته د جلال اباد ښارپه دوو چاودنوکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه دوه پرلپسې چاودنې هغه مهال دجلال ابادښارعيدګاه جومات ته څېرمه د تورخم جلال اباد پر غځېدلې لار وشوې چې په سلګونو ديني عالمان په عيدګاه کې يوې غونډې ته د ننګرهار والي په خلاف د ولسي جرګې د يو شمېر وکيلانو له لورې دې ته رابلل شوي وو چې جمهورريس کرزي بايد له دوی سره د کړې ژمنې له مخې والي له ننګرهاره وباسي.

د دوی د غونډې بهير لا روان و چې د سرک تر غاړې په ګلدان کې ځاى پر ځاى شوی بم وچاودید.

په دې چاودنه کې پنځه تنه ولسي کسان زخميان شول. پوليس د زخميانو روغتون ته د لېږد او د پېښې پر عواملو د ځان پوهاوي لپاره په سيمه کې راټول شول د خلکو ګڼه ګوڼه هم زياته شوه چې لږه شېبه وروسته ددې چاودنې له ځايه څو ګامه وړاندې په لاس ګاډي کې يوه بله چاودنه رامنځته شوه چې د چارواکيو په وينا دوه تنه پوليس يې ووژل او د يوولسو پوليسو په ګډون يې څوارلس تنه زخميان کړل.

د پېښې په ځاى کې يو عينې شاهد احمدضيا د سترګو ليدلى حال وايي:

د چاودنې ځاى ته څېرمه د سقاوې په وره کې ولاړ وچې يو درم شو. له درم سره سم ده څو تنه وليدل چې زخميان شول. خو دويمه چاودنه چې لږه شېبه وروسته رامنځته شوه په هغې کې ګڼ شمېر پوليسان زخميان شول.

د روغتون چارواکيو په روغتون کې دګڼې ګوڼې دمخنيوي لپاره ان ژورنالېستانو ته اجازه نه ورکوله. د روغتون د دهلېزونو کړکيو ته په سلګونوکسان ولاړ وو او هر چا خپل زخمي پوښته.

د ننګرهار ولايت وياند احمدضياعبدالزى شېبه وروسته د وژل شويواو زخمي شويو کسانو شمېر يويشت تنه وښود. ده ددغې پېښې پړه نېغ په نېغه په چا وانه چوله او نه يې د چاودنې نوعيت په ډاګه کړ. ده داهم ونه ويل چې په پوليسو کې لوړ پوړي چارواکي شته که نه.

اخوا د دولت سله والو مخالفينو ددغې چاودنو پړه په غاړه اخستې اودعوه يې کړې چې په دې پېښه کې يې د لوړ پوړيو چارواکيوپه شمول ګڼ شمېر پوليس او امريکايي مشاورين وژلي. دوی داهم منلې چې په دې پېښه کې پنځه تنو ملکي کسانو ته هم ژوبله اوښتې ده.

له شاوخوا د دوو درېو اونيو را په دېخوا دا څلورمه چاودنه او پېښه ده چې د جلال اباد په ښار کې رامنځته کېږي چې په کې ګڼ شمېر پوليسانو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي خو په دغو پېښوکې دوه پرله پسې چاودنې د همدې تازه پېښې له ځايه څو ګامه وړاندې څه موده وړاندې رامنځته شوې وې چې شاوخوا لس تنه پوليس يې زخميان کړي وو.

جلال آباد کې خونړۍ چاودنې او مظاهرې
جلال آباد کې خونړۍ چاودنې او مظاهرې

دا د بهسودو ولسوالۍ د نجم الدين اخندزاده د مرکزې دارالعلوم په سلګونو طالبان دي. دوی د يوې مظاهرې په ترڅ کې د بهرنيو قواوو له خوا د خپلو دوو نيول شويو زده کوونکيو د راخوشې کېدو غوښتنه کوله.

دوی خبردارى ورکړ چې که دغه زده کوونکي ژرترژره راخوشي نه کړي نو دوی به د خپلو مظاهرو لمنه تر ښاره وغځوي.

دوی ګواښ وکړ چې که بهرنۍ قواوې د ديني زده کوونکيو له نيولو لاس وانخلي نو دوی به د ګاونډيو هېوادونو مدرسو ته په زده کړې پسې ووځي.

هلته چې دوی ته هره زده کړه ورکول کېده. دهغوي مسووليت به بيا د دوی په غاړه وي.

دغه دوه تنه د ديني علم زده کوونکي تېره شپه له همدغه دارالعلومه وړل شوي دي. په سيمه کې پرتو بهرنيو قواوو او افغان دولت لا تر دې دمه ددغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG