د لاس رسي وړ اتصالات

بټي کوټ کې د ولسونو تر منځ خونړۍ شخړه شوې


بټي کوټ کې د ولسونو تر منځ خونړۍ شخړه شوې
بټي کوټ کې د ولسونو تر منځ خونړۍ شخړه شوې

د ننګرهارپه بټي کوټ ولسوالۍ کې د دولتي ځمکې پر سر نښته کې دوو قبيلو تر منځ شخړه شوې چې دواړو لوريو ته په کې دسردرانه زيانونه اوښتي دي، دغه نښته د نوموړې ولسوالۍ په للمې سيمه کې د سيپاى ځايي هستوګنو او کوچيانو تر منځ رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى وايي: په دغې جګړه کې چې له پرونه پيل شوې. له دواړو ښکېلو خواوو څخه شپږ تنه وژل شوي او يوولس نور ټپيان شوي دي.

د والي وياند وايي چې د جګړې د درولو په موخه د سولې ولايتي شورا او د شينوارو او مومندو يوه قومي جرګه هم سيمې ته ورغلې ده.

ده وويل چې جرګې خپل کار پيل کړى اوهڅه کوي چې دواړې ښکېلې خواوې سره خبروته کېنوي او يوه همېشنۍ سوله رامنځته کړي.

عبدالزي وايي دغه شخړه ديوې دولتي ځمکې پرسر رامنځته شوې ده.

دی وايي څه موده وړاندې هم دغو قومونو د همدې ځمکې پر سر جګړه کړې وه چې د امنيتې قواوو له لوري له دواړو خواوو شاوخوا ۳۰ تنه ونيول شول او دا مهال په عمومي محبس کې بنديان دي.

د سيمې خلکو تر جګړې وروسته مظاهره وکړه.

دغو مظاهره کوونکيو خپل مړي پر اوږو ايښي او د جلال آباد- تورخم لويې لارې ته يې راوويستل. د همدې لارې پر پاخه سرک يې د دوی جنازه ادا کړه.

دغو مظاهر کوونکيو چې د لارې لوې اونې له بېخه ويستې وې او تيلى يې ورته کړى و،تورې لوخړې يې د اسمان شنوته ختې.

مظاهره کوونکيو په ډاګه افغان دولت له کوچيانو سره په همکارۍ تورناوه او ادعا يې وکړه چې تېره ورځ دپوليسو په ډزو کې د دوى يو شمېر ملګري مړه اوټپيان شوي دي.

يو سپين ږيرى چې امساپه لاس او پر سرک يې د لاريون کوونکو سره غبرګ ددولت پرضد شعارونه ورکول، د نوم له څرګندولو پرته يې په قهرېدلې ژبه وويل: دولت له دوي سره له منافقته کار اخلي.

دوى ګواښ کاوه چې که ځمکې يې ورنکړل شي،نودمظاهرولړۍ به همداسې وغځوي اولويې لارې به وتړي.

ددغې مظاهرې په اړه موهڅه وکړه چې د کوچيانو نظرهم پيدا کړوخو د سختې جګړې له امله ددوي دنظرپه ترلاسه کولو ونه توانېدو.

ددولتي ځمکوپرسرناندرۍ په ننګرهارکې د دولت پروړاندې يوه لوي ستونزه ده چې په څوڅوواري تروسله والو جګړو رسېدلې اوپه تېرو څو مياشتو کې په لسګونو کسانو ته يې مرګ، ژوبله اړولې ده.

په دې شخړوکې ترټولو لويه يې دشينوارو دعليشېرخېلو او سېپاى قومونو څو کلنه ستونزه ده چې تراوسه يې دولايتي ادارې ترڅنګ مرکزي دولت هم په حلولو کې پاتې راغلى دى.

ننګرهار: سره رود کې بې پیلوټه الوتکه رالوېدلې

د ننګرهار د والي وياند وايي چې تېره شپه ددغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه رالوېدلې ده.

عبدالزي ددغې الوتکې د رالوېدوعلت تخنيکي ستونزه په ګوته کړه خو د ننګرهارپه هوايي ډګر کې دبهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر بيا پر دغې پېښې خپله ناخبري وښوده اوويې ويل: داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې .

دروانې مياشتې په اوږدوکې د بهرنيو ځواکونو دا دويمه ورته الوتکه ده چې په ننګرهارکې رالوېږي، تر دې يوه اونۍ وړاندې يوه ورته الوتکه د جلال آباد ښارختيځ ته په نجم الجهاد فاميليو کې هم راوغورځېده چې دهغې لامل هم تخنيکي ستونزې ګڼل کېدې.

XS
SM
MD
LG