د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بې پیلوټه الوتکې د جماعت الاحرار مشر وواژه


د جماعت الاحرار سخت دریځې ډلې مشر عمر خالد خراساني (منځنی کس)
د جماعت الاحرار سخت دریځې ډلې مشر عمر خالد خراساني (منځنی کس)

راپورونه وايي چې د پاکستان د جماعت الاحرار ډلې مشر په افغانستان کې وژل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د جماعت الاحرار د ویاند له خولې لیکلي چې مشر یې عمر خالد خراساني د امریکا د ډرون په برید کې وژل شوی دی.

پاکستاني رسنۍ جیو، د چهارشنبې په ورځ د عمر خالد خراساني د وژنې خبر خپور کړی و، خو د جماعت الاحرار ډلې ویاند د پنجشنبې په ورځ د هغه وژل کیدل تائید کړل.

د رپوټونو له مخې خالد خراساني د سه شنبې په ورځ د پکتیا په ولایت کې د ډرون الوتکو په برید کي سخت ټپی او یو نامعلوم ځای ته وړل شوی و.

د جماعت الاحرار سخت دریځه ډله په ٢٠١٦ کې په پاکستان کې یوه منع شوې ډله اعلان شوه. دا ډله د مهمندو په قبائیلي سیمه کې فعاله ده.

د جولاۍ په میاشت کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په دې ډلې باندې د سفر او وسلو بندیزونه ولگول او د هغې ټوله پانگه یې کنگل کړه.

دغه ډله چې ویل کیږي د افغانستان د ننگرهار په ولایت کې هم مرکز لري، د پاکستان د ادعاو له مخې په هغه هیواد کې ترهگریز بریدونه کوي.

جماعت الاحرار په ٢٠١۴ کې د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې سر راپورته او په ترورستي بریدونو یې لاس پورې کړ. دغې ډلې په افغانستان کې هم د یو شمېر ترهګریزو بریدونو مسولیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG