د لاس رسي وړ اتصالات

ډابنز: د امنیتي تړون لاس لیکېدو ته نږدې یوو


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي جیمز ډابنز وايي تمه لري چې تر راتلونکو دوو میاشتو پوري به د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاس لیک شي.

ښاغلی ډابنز د جمعې په ورځ د اسلام آباد څخه کابل ته ولاړی او هلته یې له یوه خبري کنفرانس وروسته د ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل. له ولسمشر کرزي سره د لېدو په وخت یې اسلام ته د خپل سفر او له پاکستاني مشرانو سره د خبرو په اړه مالومات ورکړل.

ښاغلي ډابنز د امریکا په سفارت کې د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې که څه هم د امنیتي تړون په هکله په رسمي توګه خبرې بیرته نه دي پیل شوي او دواړې خواووې د تړون د محتویاتو په هکله غیر رسمي خبرې کوي خو هیله لري چې دواړې خواووې په دې برخه کې موافقې ته سره ورسېږي. "هغه ډاډ چې د امریکا متحده ایالات یې د افغانستان د امنیت په برخه کې ورکوي او د افغان امنیتي ځواکونو دپاره د متحده ایالاتو د مرستې د مسلې په هکله د دواړو خواوو ترمنځ تر زیاته بریده موافقه شوې ده. خو په محتوا کې ځیني ځایونه شته دي چې بدلول یې په کار دي چې اوس بحثونه پرې روان دي"

ښاغلي ډابنز وویل چې هیله لري چې دغه سند د افغانستان او امریکا ترمنځ د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره د کاندیدانو ترمنځ د انتخاباتي مبارزې د پیل نه مخکي لاس لیک شي ځکه امریکا نه غواړي چې د امنیتي تړون مسله د جمهوري ریاست دپاره د کاندیدانو د بحث په موضوع بدله شي.
XS
SM
MD
LG