د لاس رسي وړ اتصالات

له بند څخه خپلې کورنۍ ته د جیمز فولي لیک


امریکالي وژل شوی ژورنالیست جمیز فولي
امریکالي وژل شوی ژورنالیست جمیز فولي

جمیز فولي تیره اونۍ په سوریې کې د داعش د ډلې خوا په ډیره بې رحمۍ له دوه کاله یرغمل نیونې وروسته ووژل شو.

د وژل شوي امریکايي ژورنالست جیمز فولي کورنۍ د یکشنبې په ورځ یو لیک خپور کړ. دوی وايي چې جیمز فولي په بند کې دغه لیک یو بل بندي ته، چې خوشي کیدی، ویلی، هغه حفظ کړی او بیا یې د جیمز فولي کورنۍ ته رسولی دی.

د « جیمز فولي پيدا کړی،» د فسبوک پر پاڼې باندې د هغه کورنۍ ویلي دي چې جیمز فولي خپل پیغام د دې لپاره په

لیکل شوې بڼې نه دی وراستولی چې برمته کوونکو یې د لیک د لیږلو اجازه نه ورکوله.

فولي په لیک کې ویلي دي چې د ۱۷ نورو برمته شوو کسانو سره ساتل کیدی او خپل وخت یې د فلمونو، لوبو او سفرونو په اړه په بحثونو تیروی او یا یې هم د ډوډۍ او نورو شیانو په ټوټو او پرچو باندې ساتیري کوله.

همداراز، هغه د خپلې کورنۍ سره د خپل ژوند خاطرت هم په لیک کې بیان کړي دي.

د لیک په یوې برخې کې جیمز فولي ویلي دي:

«زما په یادیږي چې مارکیټ ته به د پلاره سره تلم او د مور سره به لېري ځایونو ته پر بایسکل تلم. هغه ښه وختونه مې په یادیږي چې د خپلې کورنۍ سره مې تیر کړي، دغه یادونه ما له زندان نه د ځانه سره وړي. د کورنۍ او ملګرو خیال او خوب مې له ځانه سره وړي او زړه مې خوشحاله کوي.»

وژل شوي امریکايي ژورنالست په خپل لیک کې د خپلو وړونو او خور سره یادونه هم کړې ده.

«زه د خپل وړونو او خویندو په اړه ډیر فکر کوم.» جیمز فولي زیاتوي چې د خپل وړونو او خور سره یې لوبې په یادیږي، او کله چې یې په یادیږي نو خوشحاله کیږي.

جیمز فولي په بند کې د نورو بندیانو په اړه هم خبرې کړې دي.

«موږ ډیر خوشحاله کیږو چې یو څوک خوشي شي، خو البته، د خپل ځانونو د خوشي کیدو هیله هم راسره وي.»

د فولي کورنۍ په خپل بیان کې د ټولو نه چې د دوی سره یې خواخوږي ښودلې ده مننه کړې ده او ورنه یې غوښتې دي چې د هغه په یاد د جوړ شوي وجهې صندوق سره دې مرسته وکړي.

جیمز فولي په ۲۰۱۲ کال کې په سوریې کې برمته شو. هغه د پاڅونو په اړه د رپوټونو د جوړولو لپاره سوریې ته تللی و.

تیره سې شنبې، د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې یوه ویډیو خپره کړه چې پکښې د امریکايي خبریال جیمز فولي د سرغوڅولو صحنه ښودل کیږي.

د اسلامي دولت د ډلې وسله والو وویل چې دا کار یې د عراق په شمال کې د امریکا د هوايي بریدونو په بدل کې کړی دی.

XS
SM
MD
LG