د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي جمعیت د رهبرۍ شورا د غړو شمیر له ٩ نه ٦۴ ته لوړ شو


اسلامي جمعیت په خپلې رهبرۍ شورا کې پراخ بدلون راوستی دی.
اسلامي جمعیت په خپلې رهبرۍ شورا کې پراخ بدلون راوستی دی.

د افغانستان اسلامي جمعیت وايي د دې لپاره چې دغه ګوند د افغانستان له ټولو قومونو څخه استازیتوب وکړي، د لنډمهالې دورې لپاره یې د خپلې رهبرۍ شورا د غړو شمیر له نهو څخه ۶۴ ته زیات کړی دی.

د اسلامي جمعیت د رهبرۍ شورا نویو غړو، چې څلور ښځې هم په کې شاملې دي، د سې‌شنبې په ورځ د لوړې مراسم پرځای کړل.

د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح‌الدین رباني په دغو مراسمو کې وویل، چې په راتلونکې کې د افغانستان په کچه د لویو کارونو د ترسره کولو لپاره یې د دغه ګوند د رهبرۍ د کچې په تشکیلاتو کې بدلون راوستی دی.

هغه وویل "د افغانستان د اسلامي جمعیت د جوړښت د بیارغولو موخه دا ده، چې د خپلو خلکو ځواک، د لویو کارونو او برنامو لپاره، لاپسې پیاوړی کړو. لکه څنګه مو چې په تیرو ټاکنو کې د خپلو خلکو قوت په ډاګه کړ، باور لرو چې نننۍ پریکړې ته په پام، په راتلونکو ټاکنو کې به هم په لا زیات قوت او ولسي ځواک سره په صحنې کې حضور ولرو."

ښاغلي رباني وویل، د اسلامي جمعیت د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د دغه ګوند دروازې د ټولو خلکو پرمخ پرانیستې دي.

د اسلامي جمعیت ګوند مشر یو ځل بیا په افغانستان کې د پارلماني نظام په رامنځ ته کیدو ټینګار وکړ او هغه یې د افغانستان د لانجې لپار د حل یواځینۍ لار وبلله.

د اسلامي جمعیت ګوند په خپلې رهبرۍ شورا کې دغه بدلون د لنډمهالې دورې لپاره راوستی دی.

د دغه ګوند د رهبرۍ شورا غړي نسیم فقیري امریکا غږ ته وویل، چې د رهبرۍ شورا د دایمي غړیتوب لپاره به په نږدې راتلونکې کې د اسلامي جمعیت کنګره راوبلل شي.

هغه وویل "د دې لپاره کار کیږي، تر اوسه یې دقیق تاریخ نه دی معلوم، کیدی شې چې د رهبرۍ شورا په غړو کې بدلون راشي، کم یا زیات شي."

د عبدالله نوم

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله چې د اسلامي جمعیت ګوند په مټ واک ته رسیدلی، د دغه ګوند د رهبرۍ شورا په نویو غړو کې یې نوم شامل نه دی.

د دغه ګوند ویاند واقف حکیمي وویل، په دې اړه له اجرائيه رئيس سره خبرې شوي او ښايي په حکومت کې د نوموړي اوسنۍ دنده د دې لامل شوې وي، چې د اسلامي جمعیت د رهبرۍ شورا د غړو له نوي لیست څخه یې نوم وایستل شي.

هغه وویل "کوم ځانګړی ځای چې اوس داکتر عبدالله لري، تر اوسه یې د جمعیت په رهبرۍ شورا کې د ګډون پریکړه نه ده کړې او په راتلونکې کې موږ هیله‌مند یو، چې دا خنډ له مخې پورته شي او داکتر عبدالله له دغه بهیر سره یوځای ش."

د اسلامي جمعیت ګوند د رهبرۍ په شورا کې دغه بدلون وروسته له هغې راوستل شوی، چې تیره اونۍ د دغه ګوند اجرائیوي رئیس عطامحمد نور په کابل کې د اسلامي جمعیت د لوړې کچې غړو پر انفرادي فعالیتونو نیوکه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له یو ادرس څخه دې خپل سیاسي فعالیتونه تنظیم او ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG