د لاس رسي وړ اتصالات

جان اڅکزی: عمران خان نه شي کولای حکومت استعفا ته مجبورکړي.


د جمعیت علما اسلام (فضل الرحمان) د ګوند ویاند، جان محمد خان اڅکزي د امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه وویل چې په پاکستان کې د ډیموکراتیک قوتونه یوه خوله دي او دا غواړي چې دیموکراسي پاته وي او جمهوري نظام باید ختم نه کړی شي.

جان محمد خان اڅکزي وویل چې په پاکستان کې دیموکراتیک قوتونه د اجتجاج کوونکو دا خبره به هیڅ کله و نه مني چې حکومت دې په زوره استعفی وکړې.

د عمران خان په مشري د تحریک انصاف گوند او د طاهر القادری د پاکستان عوامي تحریک زرگونه پلویان د پارلمان مخی ته احتجاج ته ادامه ورکړي. احتجاج کوونکي د صدراعظم نوازشریف د استعفی غوښتنه کړې ده. همداراز، دوی د انتخاباتو په سیستم کې د اصلاحاتو د راوستلو، د انتخاباتو د کمیسون منحلولو او د نوو انتخاباتوغوښتنه کړېده.

د جمعیت علما اسلام د ګوند ویاند زیاته کړه چې اوسنی حکومت دې ته تیار نه دی چې استعفی ورکړې او نه هم عمران خان د دې توان لري چې حکومت مجبوره کړي چې استعفی وکړې.

مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG