د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام کې جاپان جرمني‌ ته ماتې ورکړه


د جاپان لوبغاړي د ګولو وهلو خوشحالي نمانځي
د جاپان لوبغاړي د ګولو وهلو خوشحالي نمانځي

په قطر کې د فوټبال د ۲۰۲۲ د نړیوال جام په سیالیو کې جاپان جرمني‌ ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

دا لوبه نن چهارشنبه نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) د قطر د خلیفه په لوبغالي کې وه.

د لوبې لومړۍ نیمایي په ۳۳ دقیقه کې د جرمني لوبغاړي ګوندوګان د پنالټي یو شوټ ګول کړ.

خو د لوبې په دویمه نیمایي کې جاپان ښه لوبه وکړه. د جاپان لوبغاړي دوان په ۷۵دقیقه کې او اسانو یې په ۸۳ دقیقه ګولونه ووهل او لوبه یې وګټله.

جرمني تر جاپان غښتلې لوبډله بلل کېږي چې نړیواله اتلولي یې هم ګټلې ده. د جرمني لوبغاړي د ګول وهلو څو فرصتونه هم ضایع کړل.

تېره ورځ هم په یوې په زړه پورې لوبې کې سعودي عربستان د ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG