د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوايي ډګر کې د هوايي کنټرول پرمختللې ودانۍ جوړیږي‎

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې کابل کې د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر د هوايي ټرافیکو د ودانۍ د جوړولو تړون لاسلیک شو.

د یادې ادارې چارواکي وايي چې دغه پروژه ۱۹ میلیونه امریکايي ډالر ارزښت لري چې د جاپان حکومت له خوا یې مالي ملاتړ کیږي.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن یکشنبه د نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) امریکا غږ ته وویل: "تړون نن لاسلیک شو. پروژې کې د هوايي ټرافیک (کنترول ټاور) لپاره د ۴۵ مترو دنګه ودانۍ او نورې اسانتیاوې شاملې دي."

صالحي زیاته کړه چې د یادې پروژې کار به په ۳۶ میاشتو کې پای ته ورسیږي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې معلوماتو پر بنسټ ټولې نړېوالې الوتنې او هغه الوتکې چې د افغانستان د فضايي حریم نه کار اخلي له همدې ودانیو په واسطه به کنټرولیږي.

افغانستان کې اوس مهال لږ تر لږه څلور نړیوال ملکي هوايي ډګرونه فعالیت کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG