د لاس رسي وړ اتصالات

د توکیو د المپیک لوبې له ننداره چیانو پرته ترسره کیږي


جاپاني مقاماتو په توکیو کې د بیړني حالت له اعلانولو څخه څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې د جاپان په پلازمینه توکیو د المپیک راتلونکې لوبې به د نندارچیانو له حضور پرته ترسره کیږي.

د توکیو والي یوریکو کویکي، نن د پنجشنبې په ورځ جولای ۸ (چنګاښ ۱۷) د المپیک د نړیوالې کمیټې له مسولینو او د لوبو له جاپاني جوړونکو سره له غونډې وروسته وویل: "زیات شمیر خلکو په حضوري بڼه د لوبو لیدلو ته په تمه وو، خو زه له ټولو غواړم چې په خپلو کورونو کې په تلویزیونونو کې د لوبو له ننداره کولو څخه خوند واخلي."

د توکیو د والي میرمن کویکي له اعلان نه څو ساعته وړاندې د جاپان صدراعظم یوشیهیدا سوګا، د کروناویروس د مخنیوي په خاطر په توکیو کې بیړنی حالت اعلان کړ.

ښاغلي سوګا وویل چې بیړنی حالت د دوشنبې له ورځې څخه د اګست تر ۲۲ پورې د اجرا وړ دی. دا پدې معنی دي چې د المپیک لوبې چې د جولای په ۲۳ پیل کیږي او د اګست تر اتمې پورې دوام کوي، په بشپړه توګه د بیړنۍ حالت په ترڅ کې جوړیږي. د پاراالمپیک لوبې د اګست په ۲۴ پیل کیږي.

ښاغلي سوګا وویل: "د دلتا بڼې [ویروس] تاثیراتو ته په پاملرنې او په ټول هیواد کې د ناروغۍ د بیا خپریدو د مخنیوي لپاره مونږ باید د ویروس مخنیوي اقدامات زیات کړو."

د جاپان د دولت دغه تصمیم چې د المپیک نړیوالې کمیټې هم تائید کړ، المپیک د تلویزیون لپاره په یوې جوړې شوې نندارې بدل کړی دی.

د المپیک نړیوالې کمیټې او د جاپان حکومت د تیر کال د مارچ په میاشت کې په یو ګډ تصمیم کې د المپیک لوبې چې د ۲۰۲۰ کال په جولای کې جوړیدې د کروناویروس د خپریدو په وجه یو کال وځنډولې.

ټاکل شوې شاوخوا ۱۱۰۰۰ لوبغاړي د المپیک لوبو او ۴۴۰۰ لوبغاړي د پاراالمپیک، لوبو ته جاپان ته لاړ شي. ددې ترڅنګ د ګډون کوونکو هیوادونو په زرګونو مقامات، ریفریان، مسولین، تمویلوونکي او د رسنیو کارکوونکي هم دغه هیواد ته سفر وکړي.

د المپیک نړیوالې کمیټې ویلي چې د المپیک د کلي ۸۰ فیصده اوسیدونکي به واکسین شوي وي.

په شاوخوا دریو تیرو اونیو کې په توکیو کې د کروناویروس پیښې مخ په زیاتیدو دي. توکیو د پنجشنبې په ورځ د ۸۹۶ کسانو د اخته کیدو خبر ورکړ. جاپان تر اوسه د ۸۱۰ زرو کسانو د اخته کیدو او د ۱۴۹۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی. تر اوسه یواځې ۱۵ فیصده جاپانیان د کروناویروس ضد واکسین شوي دي.

XS
SM
MD
LG