د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان وایي شمالي کوریا یو بل بالاستیک توغندی آزمایلی


شمالي کوریا پداسې حال کې د توغندیو آزمایښت ته زور ورکړی چې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا سره یې خبرې په ټپه ولاړې دي.
شمالي کوریا پداسې حال کې د توغندیو آزمایښت ته زور ورکړی چې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا سره یې خبرې په ټپه ولاړې دي.

د جاپان ساحلي ګارډ وایي شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي۲۷) یو توغندی سمندر ته وار کړی چې ښایي بالاستیک توغندی به وي.

که ثابته شي چې شمالي کوریا په ریښتیا سمندر ته بالاستیک توغندی وار کړی دا به په روانې میاشتې کې د دې توغنديو څلورمه آزموینه وي چې شمالي کوریا یې پداسې حال کې کوي چې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا سره یې خبرې په ټپه ولاړې دي.

د جنوبي کوریا پوځ هم ویلي چې شمالي کوریا د سمندر په لور یوه "نامعلومه ګولۍ" واره کړې خو دا یې ندي ویلي چې آیا توغول شوې ګولۍ بالاستیک توغندي و که نه.

د نوي کال د پیل راهیسې شمالي کوریا درې آزموینې کړي چې د وسلو د غیرې معمول آزمایښت څرګندونه کوي.

دې هیواد د هایپرسونیک دوه توغندي هم آزمایلي. شمالي کوریا ادعا کړې چې دا توغندي یې د غږ تر سرعته ګړندي دي او د واریدو څخه وروسته هم د اداره کیدو وړتیا لري.

شمالي کوریا د همدې تیرې جمعې په ورځ د لنډ واټن دوه توغندي وازمایل چې د اورګاډي څخه واریږي خو معلومه نده چې د دوشنبې د ورځې په آزمایښت کې د کوم ډول توغندي څخه کار اخیستل شوی و.

د شمالي کوریا د توغندیو دغو آزمایښتونو د جمهور رئیس جو بایډن حکومت اړ کړ چې په شمالي کوریا لومړني بندیزونه ولګوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نه یې هم وغوښتل چې د پیونګ یانګ ګن شمیر ادارې او افراد په تور لیست کې شامل کاندي.

خو شمالي کوریا بیا د توغندیو آزمایښت د خپل ځان د دفاع لپاره خپل مسلم حق بولي او په متحده ایالاتو تور لګوي چې په نویو بندیزونو سره په قصدي توګه حالت کړکیچن کوي.

شمالي کوریا د جمعې په ورځ د جنوری ۱۴ ( مرغومي ۲۴) هم دوه بالستیک توغندي وازمایل.

په آرام سمندر کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ د شمالي کوریا له خوا د توغندیو د توغولو په ځواب کې په یوې بیانیې کې د جنوبي کوریا او جاپان څخه د امریکا د "دفاع په ژمنې" ټینګار کړی او ویلي دي چې امریکا په دې هکله له خپلو متحدینو سره په سلامشورو بوخته ده.

په بیانیې کې راغلي دي:" که څه هم زمونږ د ارزونې له مخې دغه ازمایونه د امریکا او متحدینو قلمرو او ځواکونو ته کوم عاجل خطر نه شمېرل کیږي، خو بیا هم د شمالي کوریا د غیرقانوني وسلو د پروګرام بې ثباته کونکی اغېز ښيي. امریکا د جنوبي کوریا او جاپان دفاع ته په کلکه ژمنه ده."

دغه توغندي د جمعې په ورځ څوساعته وروسته له هغه وتوغول شول چې د امریکا حکومت د شمالي کوریا په څوکسه لوړپوړو چارواکو د مخکنیو ازموینو له امله بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG