د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان په هند کې ۴۲ ملیارده ډالر پانګه اچوونه کوي

د جاپان صدارعظم فومیو کیشیدا وایي هیواد یې د راتلونکو ۵ کالونو لپاره په هند ۴۲ ملیارده ډالر پانګه اچوې چې تمه کیږي د دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیزه سوداګرۍ لا قوي شي.

ښاغلي کشیدا په نوي ډهلي کې د خپل هندي سیال نریندرا مودي سره د ملاقات نه وروسته په وینا کې چې په تلویزیون کې خپریده وویل چې دا پانګه اچوونه به د ښاري زیربناوو د پراختیا او زرغونې انرژۍ په برخې کې پراخې ګټې ولري.

د جاپان صدراعظم همدرانګه وویل چې دواړو هیوادونو د هند-آرام سمندر په سیمه کې د امنیتي همکارۍ په ټینګیدو تعهد څرګند کړ.

جاپان پداسې حال کې په هند کې ددې پانګې اچوونې خبر ورکوي چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله نه یوازې د هند او جاپان بلکې د (کواډ) هیوادونو تر منځ چې متحده ایالاتو و اسټرالیا یې هم غړي دي، یو څه اختلاف پیدا شوی.

جاپان، متحده ایالاتو او اسټرالیا درې واړو د روسیې یرغل غندلی او په مسکو یې اقتصادي او نور بندیزونه هم لګولي خو هند نه یوازې دا چې په اوکراین د روسیې یرغل یې غندلی ندی بلکې په ملګرو ملتونو کې په هغې رای ګیرۍ کې یې هم برخه وانخیسته چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتن یې غانده.

د راپورونو له مخې د جاپان او هند مشرانو پدې ملاقات کې د اوکراین په هکله هم خبرې کړي خو جزیات یې ندي ورکړي.

په هند کې د جاپان پانګه اچوونه د ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۹ پورې ۳۲ ملیارده ډالرو ته ورسیده. ډیری دا پانګه اچوونه د موټرو، بریښنایي وسایلو، مخابراتو، کیمیاوي موادو، بیمې او دارو درملو د جوړلو په برخې کې شوې. جاپان همدارنګه په هند کې د چټک اورګاډي د جوړولو تر څنګ د زیربناو د پراختیا په پروژو کې هم دخیل دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG