د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د ۲۰زره پناه غوښتونکو له ډلې ۲۰ تنه منلي


په توکیو کې د جاپان د مهاجرت اداره
په توکیو کې د جاپان د مهاجرت اداره

په ٢٠١٧ کې نژدې ٢٠٠٠٠ زرو کسانو په جاپان کې پناه غوښتې وه چې ددې هیواد د مقاماتو په وینا یواځې ٢٠ تنو ته پناه ورکړل شوې چې دوه یې افغانان دي.

د جاپان حکومت د سه شنبې په ورځ وویل چې په ٢٠١٧ کې پدې هیواد کې د پناه غوښتونکو په شمیر کې ٨٠ فیصده زیاتوالی راغلی او ١٩٦٢٨ تنو جاپاني مقاماتو ته د پناه غوښتنې لپاره درخواستونه ورکړي دي. خو د جاپاني مقاماتو په وینا ددغه شمیر نه یواځې ٢٠ تنه یې منل شوي دي.

مهاجرت په جاپان کې یوه جنجالي موضوع ده. ددې هیواد زیات شمیر خلک له دې سره سره چې د هیواد د نفوس اکثریت د زړښت خواته درومي او د کار قوه مخ په کمیدو ده، بیا هم په خپل کلتوري او نژادي جوړښت باندې سخت ویاړي.

له دې سره سره چې جاپان د نړیوالو خیریه ټولنو تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد دی خو نه غواړي چې د پناه غوښتنې پالیسي یې بدله شي او مهاجرو ته د کار اجازه ورکړي.

د ١٩٦٢٨ کسانو له جملې نه چې په ٢٠١٧ کې یې پنا غوښتې وه څلورمه برخه یې فلیپین اوسیدونکي او ورپسې ویتنامیان او سریلانکایان دي. د ٢٠ کسانو له ډلې نه چې تیر کال ورته پناه ورکړل شوې پنځه تنه یې مصریان، پنځه تنه د سوریې او دوه یې د افغانستان وگړي دي. خو د جاپان د عدلیې وزارت د اتو نورو منل شویو مهاجرو د هویت په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

د جاپان د مهاجرو د انجمن مشره ایري ایشيکاوا وایي "د مهاجرو سره د مرستې موضوع ته په کتلو سره زما په باور زیات کسان باید ومنل شي."

جاپان په ٢٠١٦ کې ٢٨ مهاجرو ته پناه ورکړې وه.

د جاپان د عدلیې وزارت وایي هغه سیستم چې له مخې یې د پناه غوښتنې د پروسې پر وخت قانوني ویزه لرونکو کسانو ته د کار اجازه ورکول کیده ددې سبب شوې وه چې په دې وروستیو کلونو کې د پناه غوښتونکو شمیر زیات شي.

خو د عدلیې وزارت په وینا د جاپان حکومت د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د کار کولو اجازه یواځې هغو کسانو ته محدوده کړه چې جاپان یې د شرایطو واجد مهاجر گڼي. ددې کار په نتیجه کې د تیر کال د دسامبر په پرتله د پناه غوښتونکو شمیر د جنورۍ په نیمایي کې په یوه ورځ ٥٠ فیصده راټیټ شو.

XS
SM
MD
LG