د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د وژل شوي خبریال په ویر ناست دی


په داسې حال کې چې جاپان د اسلامي دولت ډلې له خوا د وژل شوي خبریال په ویر ناست دی، د اردني پیلوټ معاذ الکساسبه کورنۍ په عمان کې له حکومت نه غواړي چې د هغه د ژوند د ژغورلو لپاره مذاکرې له سره پیل کړي.

د دوو جاپاني برمته شويو اتباعو برخلیک هم پر ېوې عراقۍ ځانمرگې بریدگرې د خلاصون سره تړلی و چې په اردن کې بندي ده.

د یکشنبې په ورځ په توکیو کې په زرگونه خلکو د داعش له خوا د وژل شوي جاپاني لپاره د دعا مراسم ترسره کړل.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې د داعش له خوا د خبریال کېنجي گوتو، وژل وغندل او وېې ویل: "جاپان به هیڅ کله ترهگرۍ ته تسلیم نشي. مونږ به د خوړو او درملو په برخه کې خپلې بشري مرستې نورې هم زیاتې کړو. جاپان به د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې په نړیوالو هڅو کې خپل مسولیت ترسره کړي."

ولسمشر بارک اوباما د یوې خبرپانې په ترڅ کې د ښاغلي گوتو وژل بدغونی قتل وباله. د امریکا د بهرنیو چارو وزرات هم د یوې اعلامیې په ترڅ کې د داعش له خوا د جاپاني خبریال کنجي گوتو "بیرحمانه" وژل وغندل.

په اعلامیه کې راغلي چې د ښاغلي گوتو او تر هغه مخکې د هورونا یوکاما وژل د داعش ظلم او سخت دریځه اجندا څرگندوي.

د استرالیا او برتانیا حکومتونو هم د دغه خبریال وژل غندلي او د هغه د کورنۍ سره یې غمشریکي وکړه.

د استرالیا صدراعظم توني ابت وویل "که دا ویدیو ریښتیا وي نو دا د جاپان د خلکو لپاره یوه زړه بوږنوونکې او د کورنۍ لپاره یې یوه وحشتناکه پېښه ده. له دې پیښې نه داسې معلومیږي چې څومره ټولو هیوادونو ته مهمه ده چې دا د مرگ ډله ختمه کړي چې د منځني ختیځ ځینې برخې یې د تېارو نوي پړاو ته بیولي دي."

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هوموند په دې اړه خپله خواخوږي داسې څرگنده کړه. "مونږ د جاپان د خلکو سره او یقیناً چې د ترهگرۍ په وړاندې د خپلو ملگرو سره ولاړ یو. زه ځان د خبریال کینجي گوتو د کورنۍ او ملگرو په غم کې شریک بولم."

د اردني پیلوت برخه لیک

د داعش له خوا د وژل شوي جاپاني خبریال ویرجن مور او پلار ژمنه وکړه چې د خپل زوی ارمان به پوره کړي. د هغه مور داسې وویل"هغه تل هیله کوله چې نړۍ کې جگړې نه وي او ماشومان له جگړې او غربت نه خوندي وساتل شي. زه ژمنه کومه چې د هغه لارې ته به ستاسو په ملاتړ دوام ورکړمه."

د ښاغلي گوتو د سرپرې کولو نوې ویډیو د داعش د ټاکل شوي مهلت نه دوه ورځې وروسته خپره شوه چې د اسلامي دولت ډلې ېاغیانو د عراقۍ ځانمرگې بریدکونکې ساجده الریشاوي د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

د کینجي گوتو د ژوند په خوندي کولو کې پاتې راتلل اوس د اردني پیلوت معاذ الکساسبه د ژوند ویره هم ډیره کړې ده. معاذ د داعش له خوا هغه مهال ونیول شو چې جنگي اف -١٦ ډوله الوتکه یې د دسمبر په میاشت کې د رقه په سیمه کې ولویدله.

اردن نن یکشنبې د عراقۍ ځانمرگې بریدکوونکې ساجده الریشاوي سره د معاذ الکساسبه د تبادلې وړاندیز تازه کړ. ساجده الریشاوي په کال ٢٠٠٥ کې د اردن په دریو هوټلونو کې د بمي چادونو د لاس لرلو په تور ونیول شوه او د اعدام په سزا محکومه شوه.

د اردن حکومت ویلي چې میرمن الریشاوي به یوازې هغه مهال خوشې کړي چې د معاذ الکساسبه د ژوند ثبوت تر لاسه کړي.

د نیول شوي پیلوت پلار، صفي الکساسبه ویلي چې د خپل زوی په هکله یې هیڅ مالومات نشته او هغه د هر بل مور او پلار په شان د بچیانو درک یې نه وي مالوم اندیښمن دی.

XS
SM
MD
LG