د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د ګوزن په ختمولو له افغانستان سره مرسته کوي


د جاپان په افغانستان کې د یونیسف سره اوه میلیون امریکایي ډالر مرسته وکړه چې یوه برخه یې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د له مینځه وړلو لپاره ځانګړې شوې ده. چارواکي وايي چې یونیسف په دغو مرستو سره تر ۱۰ میلیون زیات ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ له اخته کیدو وژغوري.

د جاپان سفیر ښاغلي میتسوجی سوزکا د خبرو پر مهال ماشومان د راتلونکي امید او هیله او د هغوې روغتیایې ډیره مهمه وبلله.

هغه وویل "کله چې هڅه کوی ماشومان مو له ناروغیو وژغول شي، ښه اقدام/وقایه یې مخنیوی دی. هیله لرو چې افغانستان به ډیر ژر د ماشومانو لپاره په یو هوسا هیواد بل شي."

د جاپان نړیوالې مرستندویه ادارې (جایکا) استازي یاسوهیرو سوهرا وویل: "د ماشومانو د ګوزڼ ختمول د افغانستان او نړیوالې ټولنې له اهدافو څخه دي. مونږ د افغانستان د دولت له دوامدارو هڅو، د هغوی له شریکانو او له هغو واکسیناتورانو څخه چې په لومړۍ کرښه کې دي او د ماشومانو د ګوزڼ د ختمولو هڅې کوي، قدرداني کوم."

هغه هیله څرګنده کړه، چې دا مرستې به د عامې روغتیا وزارت او یونیسف په همکارۍ د ګوزڼ په مخنیوي کې اغیزناکې وي چې افغانستان له ګوزڼ څخه په یو پاک هیواد بدل شي.

د روغتیا وزارت مالي او اداري معیین مموسي زیور وویل چې دا وزارت به د کتلوي معافیت په پروګرامونو تمرکز زیات کړي، ځکه دا په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو په مخنیوي کې یو مهم پروګرام دی.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي ښاغلي ابوبکر کامپو، په دوامداره توګه د جاپان د سخاوتمندانه ژمنو قدرداني وکړه او هغه یې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ په له مینځه وړلو کې ګټورې وبللې.

افغانستان د نړۍ له هغو دوو هیوادونه څخه دی، چې لاهم نه دی توانیدلی چې د ماشومانو د ګوزڼ په کامله توګه ختم کړي.

XS
SM
MD
LG