په سوریې کې یوه ژورنالسته، چې د جاپان وه او د سورې د یاغیانو سره یې سفر کاوه وژل شوي ده. دغه ژورنالسته هغه مهال ووژل شول چې په جګړې کې راګیر شول.
د هغې سره د الحرا د تلویزون دوه ژورنالستان هم وو چې لادرکه شوي دي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې میکا یمامتو د دوشنبې په ورځ هغه مهال وویشتل شوه چې د آزادې سوریې د پوځ سره یې د حلب په ښار کې سفر کاوه. هغې د جاپان د خبرې آژانس سره کار کاوه.
په عین حال کې د الحرې تلویزوني شبکه چې د امریکا لخوا تمویلیږي ویلي دي چې دوه ژورنالستان یې د سوریې ځواکونو نیولي دي. دغه تلویزوني شبکې ویلي دي چې ژورنالستان یې د حلب په ښار کې دوشنبې په ورځ ونیول شول.
د امریکا غږ سره په مرکې کې د بې پولې ژورنالستانو د سازمان یوې ویاندې، سوازیګ دولت وویل چې د سوریې د پاڅون د پيل نه تر اوسه په دغه هیواد کې ۵ ژورنالستان وژل شوي دي. هغې وویل چې اوس په نړۍ کې سوریه د جګړې د خبریالانو لپاره ترټولو خطرناکه ځاي دې
د سوریې په بیلابیلو ځایونو کې جګړې شوې. مخالفینو ویلي دي چې په سوریې کې د پرون راهیسي ۱۴۰ کسان وژل شوي دي.