د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ انډیز کپتان: نړیوال جام کې مو لوی هدف افغان لوبډله ده


د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې کپټان جیسن هولډر وايي، په نړیوال جام کې به یې یو تر ټولو ستر هدف افغان لوبډله وي.

ښاغلي هولډر له کریک انفو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې لوبډله به یې هڅه وکړي تر څو له افغان کرکټ لوبډلې څخه د نړیوال جام غوراوي سیالیو د ماتې غچ واخلي.

افغان کرکټ لوبډلې تېر کال د نړیوال جام غوراوي سیالیو کې دوه ځلې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه چې یو ځل په سوپرسیکس پړاو کې د دری ویکټو په توپیر او بیا یې د همدې سیالیو په پایلوبه کې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

هولډر ویلي:"زه له افغانستان سره د لوبې په تمه یم، ځکه افغانسنان د نړيوال جام د غوراوي په مرحله کې موږ ته ماتې راکړه."

نوموړي زیاته کړې چې افغانستان په دوو لوبو کې د ویسټ انډیز پر وړاندې ښه ځلیدلی دی او هغه یې یو ښه ټېم بللی دی.

هغه زیاته کړې:"زما په نظر په دوه په دوه لوبو کې افغانستان زموږ پر وړاندې ښه ځلېدلی، بناً غواړم چې له دوی سره ولوبېږو، دا يو ښه ټيم دى- د پرمختګ په حال کې ټيم دی او په زړه پوري لوبې یې کړي دي، خو زه غواړم څه چې د نړیوال جام غوراوي په مرحله کې پېښ شول تغیر وکړي او غچ واخلو."

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله یوه له هغو لوبډلو وه چې تېر کال یې د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې د ټيټې درجې په لرلو سره د غوراوي مرحلې ته راټيټه شوې وه.

ویسټ انډيز د افغانستان او ایرلنډ د لوبډلو پرته له «نورو اسوشیټ» هېوادونو د لوبډلو سره د غوراي په مرحلې کې لوبې وکړې او نړیوال کپ ته یې لار پیدا کړه.

د ویسټ انډیز کپټان پر داسې مهال دغه څرګندنې کوي چې ټاکل شوې د روانې مې میاشتې پر ۳۰ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د انګلستان په ویلز او انګلنډ کې پیل شي.

افغان کرکټ بورډ د ګلبدین نائب په مشرۍ د یاد جام لپاره غوره لوبډله اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG